د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: په یو کال کې یوازې ۲۳ زره کډوال واپس لېږل شوي


د شمالي وزیرستان کډوال
د شمالي وزیرستان کډوال

د پاکستان له قبایلي سیمو د جنګ له کبله بې ځایه شوې کورنۍ چې په بنو او شاوخوا سیمو کې ژوند کوي، له حکومته غوښتنه کوي چې دوی دې زر خپلو سیمو ته واستول شي،خو د قبایلي سیمو د افتونو سره د مبارزې اداره وايي شمالي وزیرستان ته په تېر یو کال کې ۲۳۰۰۰ کورنۍ ستنې شوې دي.

د پاکستان حکومت د ۲۰۱۴ م کال په جون میاشت کې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب عملیات پیل کړي وو او له سلو زرو نه زیاتو کورنیو د جنګ له کبله محفوظو سیمو ته کډې کړې وې.

یو پاکستاني سرتیری په میران شا کې د ړنګ کور ترڅنګ ولاړ دی
یو پاکستاني سرتیری په میران شا کې د ړنګ کور ترڅنګ ولاړ دی

FDMA یا په قبایلي سیمو کې د افتنو سره د مبارزې اداره وايي د تېر کال په مارچ میاشت کې د شمالي وزیرستان خلکو بیرته خپلو سیمو ته ستنېدل پیل کړي او له دوی سره د هرې کورنۍ په سر ۳۵۰۰۰ روپۍ مرسته شوېده.

که څه هم د پاکستان مرکزي حکومت مخکې اعلان کړی و چې د روان کال تر نومبره پورې به د شمالي وزیرستان نه ټول بې ځایه شوي کډوال بیرته ستنوي، خو د یادې قبایلي سیمې خلک وايي حکومت په تېر یو کال کې یوازې ۲۳۰۰۰ کورنۍ واستولې نو دا به شونې نه وي چې په پاتې څو میاشتو کې دې پاتې لسګونه زره کورنۍ خپلو سیمو ته واستول شي.

د شمالي وزیرستان ملک غلام خان په دې اړه مشال راډیو ته وویل:

« کله چې ضرب عضب عملیات پیلیدل حکومت په درې ورځو کې د یو میلیون په شاوخوا کې خلک له شمالي وزیرستانه ویستي وو. حکومت هغه مهال ویلي وو چې په درېوو میاشتو کې به ټول بې ځایه شوي خلک خپلو کورونو ته استوي، خو په کوم رفتار سره چې دوی خلک لېږي، داسې نه ښکاري چې دا پروسه به په څلور، پنځو کالو کې مکمله شي.»

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان د خلکو استازی محمد نذیر وايي د کډوالو واپسي ځکه ورو ده چې حکومت له دوی سره مشوره نه ده کړې. دی وايي که حکومت له دوی او د پولیټیکل انتظامیې او ځايي مشرانو سره په مشوره قدم پورته کړي نو ټول کډوال به زر بیرته واستول شي.

XS
SM
MD
LG