د لاسرسي ځای

تازه خبر

برمته شوي ماين پاکان راخوشي شول


يو ماين پاک
يو ماين پاک

د هرات ولایت چارواکي وايي د هالوټرسټ ماين پاکۍ موسسې ۱۶ برمته شوي کارکونکي خوشې شوي دي. دا کسان څو ورځې وړاندې تښتول شوي وو.

د هرات امنیه قوماندان جنرال مجید روزي تېره شپه ازادۍ راډیو ته وویل چې دا ۱۶ ماین پاکان د جمعې په ورځ له کهسان ولسوالۍ څخه د ایران پولې ته نږدې ګلران ولسوالۍ ته وړل شوي وو. نوموړی وايي، دوو سیمه اییزو طالب مشرانو ملا حیدر او ملا توفان د دغه کسانو په برمته کولو کې لاس درلود چې په پای کې د سیمې د سپین ږیرو په منځګړتوب خلاص شول.

جنرل روزي زیاته کړه: ((په دې اړوند موږ له احمد اباد کلي څخه اووه کسان نیولي وو چې وروسته مو بیا سپین ږیرو ته وسپارل.))

هالو ټرسټ وايي تر تيرې جولايي میاشتې يې شاوخوا ۷ لکه او یو نوې زره ماینونه او چاودونکي وسیلې له منځه وړي دي.

خو هغه دا ونه منله چې دا ماین پاکان د همدې اوو کسانو په بدل کې راخوشي شوي. زياته يې کړه:

((هیڅ معامله نه ده شوې، نه د پیسو او نه هم کومه بله معامله. هغوی زموږ د عملیات د دوام له امله تر فشار لاندې وو، سپین ږیرو منځګړتوب وکړ او برمته شوي کسان راخوشي شول.))

د هرات امنیه قوماندان او د والي ویاند وايي د هالوټرسټ کار کوونکو د خپل سفر موضوع له دوی سره نه وه شریکه کړې.

هالو ټرسټ ټینګار کړی دی چې د دوی د کار کوونکو برمته نیونه به په افغانستان کې د دوی پر فعالیتونو اغېز ونه کړي.​

د هرات امنيه قوماندان، جنرل مجيد روزي
د هرات امنيه قوماندان، جنرل مجيد روزي

د هالوټرسټ د ماین پاکۍ موسسه له ۱۹۸۸ کاله راهیسې په افغانستان کې فعالیت لري او د دې موسسې په وینا تر تېرې جولايي میاشتې يې شاوخوا ۷ لکه او یو نوې زره ماینونه او چاودونکي وسیلې له منځه وړي دي.

دوه کاله مخکې هم د هلوټرسټ شاوخوا ۶۰ کارکوونکې د هرات په پښتون زرغون ولسوالۍ کې برمته شوي وو چې وروسته بیا د ولسي مشرانو په منځګړتوب خلاص شول. همداراز د تېرکال په حوت میاشت کې په لوګر ولایت کې اووه تنه ماین پاکان وتښتول شول چې درې تنه یې وروسته راخوشي شول.

تېر کال په هلمند کې څلور او کندهار کې دوه ماین پاکان د وسله والو لخوا وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG