د لاسرسي ځای

تازه خبر

“پر څوارلس کلنه نجلۍ جنسي تېری په دېرش منه غنمو فیصله شو”


کراچۍ: راپورونه وايي چې د سيند صوبې لرې پرتې سيمې عمرکوټ ولسوالۍ په غلام نبي شاه سيمه کې يوې جرګې په اجتماعي توګه د يوې څوارلس کلنېنجلۍ سره شوی جنسي زياتي په بدل کې دېرش منه غنم ورکړي او له کلي يې ويستلي دي.

خو پوليس وايي چې دغه کورنۍ له کلي نه ده اېستل شوې بلکې د خپلوانو کره تللې او پولیسو په دې پېښه کې ککړ تن يې نيولی دی.

د عمرکوټ سره نزدې پرته سيمه ميرپورخاص کې د يو غېرسرکاري تنظيم سيند رورل پارټنرزارګنائزېشن مشرې زاهده دېتو مشال رېډيو ته ووئيل چې دغه کورنۍ له کوره ايستل شوې ده ځکه چې زياتی کوونکې ډله په سيمه کې زور لري.

زاهده دېتو وویل ، د دوي پر کورنۍ د زميندار له خوا فشار دی او د زميندار سره نور زورورخلک هم دي، چا چې په دغه کورنۍ دا فشار اچولی چې يا د دې ځايه لاړ شي او يا دې دا قيصه ختمه کړي او دوي به ورله په بدل کې غنم ورکړي چې کله خبره په خورېدو شوه نو په غنمو يې ختمه کړه.

زاهده دېتو وايي چې اول پوليسو د دغه کورنۍ سره مرسته نه کوله خو چې کله ډي ائي جي او وروستو صوبايي حکومت د دې خبرې نوټس واخیستو نو پوليسو هم کاروايي شروع کړه.

بل اړخ ته د عمرکوټ ضلعې د پوليسو مشر يا ايس پي رخسار د خالي په ورځ دا ټولې خبرې رد کړې.

له مشال راډيو سره په خبرو کې ده وويل چې دغه کورنۍ په خپله رضا د خپلوانو کره تلي کوم چې د دوي د کور نه شاوخوا نيم ميل لرې دي.

هغه زیاته کړه ، چا چې د دغه جينۍ سره جنسي زياتی کړی منګړيو نوم يې دی او په تاڼه کې هم په دې نوم اېف ائي ار ليکل شوی دی هغه مونږ نيولی دی،د هلک او جينۍ دواړو ميډيکل يا طبي معائنه هم شوې ده.

نوموړي وویل ، د هلک يو بل ټيسټ يعنې ډي اېن ای هم کوو، دغه کورنۍ يعنې جينۍ او د هغې مور پلار پرون ما دفتر ته رابللي وو او خپله مې ترې پوښتنه کړې وه چې جرګه شوې يا څوک مو د کوره وباسي او ياڅوک يې تنګوي، هغوي ما ته قسم وخوړو چې داسې څه هم نه دي شوي او چې څه هم دي نو صرف په اخبارونو کې راغلي دي.

د غلام نبي شاه تاڼې د اېس اېچ او په وېنا چې پوليسو په يوويشتم مارچ د دې پېښې رپورټ ليکلی وو.

بل خوا د ميرپورخاص ډوېژن د پوليسو مشر (ډي ائي جي) جاوېدعالم اډهو هم د پېښې نوټس اخیستی او پوليسو ته يې د پېښې د پلټنو او متاثره کورنۍ د ساتنې امر کړیدی.

XS
SM
MD
LG