د لاسرسي ځای

تازه خبر

 په پېښور کې موږکانو پر ضد عمليات پيل شوي


په پېښور کې د جمعې په ورځ د دغه عملياتو پرانسته ضلعي ناظم محمد عاصم د ډيرانونو او نالو پر غاړو د زهر جنو ټماټرو او ډوډوۍ اچولو نه وکړه.

نوموړي مشال راډيو ته وويل چې د آخرۍ موږې تر ختمولو پورې به دغه عمليات دوام لري.

تېره مياشت په پېښور کې د اتو مياشتو يو ماشوم د مږې د چيچلو له وجې مړ شوی وو او د غټو کسانو، د څاروو او چرګانو د چيچلو شکايتونه هم د ضلعي انتظاميې په دفتر کې درج شوي دي.

په پېښور هايي کورټ کې هم د صوبايي حکومت پر ضد د غټو مږو د شمير سيوا کيدو مقدمه روانه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG