د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوباما: ايران ته وخت په کار دى چې د نړۍ له اقتصاد سره ملګرى شي


د امريکا ولسمشر بارک اوباما وايي له ايرانه د نړيوالو بنديزونو تر ليرې کېدو وروسته وخت په کار دى چې دغه هېواد له نړيوال اقتصاد سره ملګرى شي.

ايران به د دغو بنديزونو د ليرې کېدو په بدل کې خپل لانجمن اټومي پروګرام بندوي.

اوباما د جمعې په ورخ په واشنګټن کې د نړۍ د لويو قدرتونو له مشرانو سره په غونډه کې وويل: ”ايران ته وخت په کار دى چې د نړۍ له اقتصاد سره ملګرى شي، تهران د دې موافقې ګټه ليدلې ده“.

تهران شکايت کړى چې د جنورۍ مياشتې د اټومي موافقې خلاف، د ايران پر بنکونو د امريکا له خوا د روانو محدوديتونو له کبله لا هم تهران نه دى توانېدلى د اقتصادي بنديزونو له ليرې کېدو بشپړه ګټه واخلي.

تر دې مخکې د ايران ستر مذهبي مشر ايت الله علي خامنه اي پر امريکا تور پورې کړى و، چې د ايران او د نړۍ د لويو قدرتونو ترمنځ د ٢٠١٥م کال د جولاى مياشتې د اټومي موافقې د شرايطو په عملي کولو کې پاتې راغلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG