د لاسرسي ځای

د امريکا ولسمشر بارک اوباما د نړۍ په مشرانو غږ کړی چې د حساسه اټومي تنصيباتو د خونديتوب لپاره له نور ګامونه پورته کړي څو د ده په خبره د داعش وسله والو په څېر د ليوانو مخه ونيول شي چې اټومي وسلې يا ريډيو ايکټېو ترلاسه نه کړي.

بارک اوباما دغه څرګندونې د جمعې په ورځ په واشنګټن کې د اټومي امنيت د دوه ورځنۍ سرمشريزې په پای کې وکړې:

اوباما وویل:« په دې کې هېڅ شک نه شته که دا لیوني اټومي وسله یا اټومي مواد ترلاسه کړي د بېګناه خلکو د وژلو لپاره به کار ترې واخلي، نو د همدې لپاره زموږ هڅې خورا مهمې دي»

د امریکا ولسمشر ويلي دي، لاهم دا اندیښنه شته چې ترهرګر اټومي وسلې ترلاسه کړي، خو له ښه مرغه د ګډو هڅو له امله تر اوسه هېڅ ترهه ګر ډله نه ده توانیدلې چې اټومي وسله یا خطرناکه راډیو اکټېو ترلاسه کړي.

بارک اوباما وویل، د القاعده په څیر ډلو هڅې کړې دي چې اټومي وسلې پیدا کړي او د داعش په څیر ډلو په عراق او شام کې له کیمیاوي وسلو استفاده کړې.

XS
SM
MD
LG