د لاسرسي ځای

هرات: د افغان ځواکونو په عملیات کې تر ۱۰۰ زیات وسله وال وژل شوي


د افغانستان د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې په پوځي عملياتو کې تر ۱۰۰ زيات وسله وال طالبان وژل شوي دي.

چارواکي وايي د دغو عملياتو په نتيجه کې د شينډنډ اويا فيصده هغه سيمې له وسله والو پاکې کړلشوې چې مخکې د وسله والو په واک کې وې.

د هرات د والي وياند جېلاني فرهاد د جمعې په ورځ مشال راډيو ته وويل، د پوځي عملياتو په لومړي پړاو کې په لسګونو وسله وال ژوبل شوي هم دي.

چارواکي وايي په دغو عملياتو کې ولسي وګړو ته هېڅ زیان نه دي اوښتي او افغان امنيتي ځواکونو ته اوښتې مرګ-ژوبله کمه ده.وسله والو په دې اړه څه نه دې ویلی.

په وروستيو کې د وسله والو طالبانو سيالو ډلو په شينډنډ کې په خپلو کې سختې جګړې کړې دي.

XS
SM
MD
LG