د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پکتیا ولایت اوسېدونکي په لرې سیمو کې امنیتي پوستې غواړي


پکتیا: د افغانستان د پکتيا ولایت يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي غوښتنه کوې چې په ځينو لرو پرتو سيمو کې دې ورته د امنيتي وضعيت ښه والي لپاره حکومت امنيتي پوستې جوړې کړي.

داود تپان

دوی وايي، په ځينو سيمو کې د امنيتي پوستو جوړولو سره سم په امنيتي وضعيت کې ښه والی راغلی دی او لا هم هيله لري چې حکومت د راروان وخت لپاره امنيتي تدابير زيات کړي.

د پکتيا نژدې ولسوالۍ احمدابا اوسېدونکي د پوستو جوړېدو ته خوښ دي او وايي چې د فېروزخېلو او نورو امنيتي پوستو امنيت ډاډمن کړی دی،

د احمدابا يو اوسېدونکی جمشېد په دې اړه وايي ، "د احمدابا فېروزخېلو سيمه کې اوس امنيت ځکه ښه شوی دی، چې دلته په دې لوی سړک پوسته جوړه شوې او زموږ غوښتنه همدا ده چې په دې سيمو کې د ښه امنيت لپاره دې ځينې نورې پوستې هم جوړې شي، که حکومت دا کار وکړي، په دغه کال کې به زموږ د ولسوالۍ امنيتي وضعيت بيخي ښه شي.

دی دا هم وايي، چې د احمدابا په ځينو لرو پرتو سيمو کې د امنيت ښه والي لپاره حکومت ته پکار دي چې ځينې نوې پوستې جوړې کړي.

د ځاځي اريوب ولسوالۍ اوسېدونکي نور الله هم ورته نظر لري او غوښتنه کوي چې حکومت دې په هغو ځايونو کې پوستې جوړې کړي چې له ګواښونو سره مخ دي.

نوموړي زیاته کړه " له دولته مې غوښتنه دا ده چې په هغو سيمو کې دې امنيتي پوستې جوړې شي چې په کومو کې خلک له مشکلاتو سره مخ دي او دوی نه شي کولای له هغو لويو لارو تګ راتګ وکړي او يا له هغو سيمو ګواښل کيږي او که دا کار وشي، له دې سره به د خلکو مشکلات حل شي."

يوازې د يادو ولسواليو اوسېدونکي نه دي چې د نويو امنيتي پوستو غوښتنه کوي، د پکتيا ولايت د ۱۳ولسواليو لوی شمېر اوسېدونکي په دې نظر دي او د نويو پوستو جوړېدو غوښتنه کوي.

په پکتيا کې د چارو کارپوهان د خلکو دا غوښتنې پر ځای ګڼي او وايي چې که حکومت غواړي په لرو پرتو سيمو کې يې امنتي وضعيت ښه شي نو د خلکو غوښتنو ته دې مثبت ځواب ووايي.

د پکتيا پوهنتون استاد خالد حبيب وايي "که چېرته غواړو ښه امنيتي وضعيت ولرو، نو پکار ده چې د امنيتي برخو مسولين دې په هغو سيمو کې چې خلک يې غوښتنه کوي، امنيتي پوستې ايجاد کړي، په دې سره کېدلی شي امنيتي وضعيت ډاډمن شي."

د پکتيا د امنيت امر سمونوال محمد ايوب وايي چې د خلکو پرلپسې غوښتنو پر اساس يې په ځينو سيمو کې امنيتي پوستې ايجاد کړې او په ډېرو سيمو کې لا هم د امنيتي پوستو د ايجاد پلان لري.

دی دا هم وايي، چې سږ کال به يې په ولايت کې د پخوا په پرتله امنيتي وضعيت ډاډمن ځکه وي چې دوی په پرلپسې ډول په خپلو امنيتي پوستو کې سوق او اداره زياته کړې او په خپله لوړپوړي چارواکي سيمو ته تللي او د امنيتي وضعيت ښه والي تدابير يې نيولي دي.

XS
SM
MD
LG