د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کاشغر- ګوادر اقتصادي لاره کې د بدلون پر ضد نوی احتجاج کېږي


پېښور: د خېبر پښتونخوا د جنوبي ضلعو خلک د کاشغر – ګوادر اقتصادي راهدرۍ په اړه د پاکستان د مرکزي حکومت د تګلارې پر ضد احتجاج پيلوي.

د خیبر پښتونخوا د وزیر اعلا پروېز خټک سلاکار ملک قاسم خان خټک د جمعې په ورځ د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ته په وینا کې وويل چې احتجاج به د اپریل پر یوولسمه په اسلام آباد کې د قومي اسمبلۍ او سینیټګډې غونډې پر محال ترسره کوي.

ملک قاسم خان خټک تور پورې کړ چې د چین د کاشعر او د بلوچستان د ګوادر ترمنځ اقتصادي منصوبې په اړه د پښتونخوا خلک په تیاره کې ساتل شوي دي.

نوموړي وویل ، له پښتنو سيمو د تيريدونکې لارې پر ځاي ټول کار د پنجاب پر مشرقي لاره روان دی.

تر دې وړاندې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان د ملت پالو په ګډون یو شمېر نورو ګوندونو او ډلو هم په دې اقتصادي لاره کې د بدلون پر ضد غونډې کړې وې او د لا کلک احتجاج ږغ یې کړئ وو.

دا ګوندونه دریځ لري چې د پاکستان په مرکز کې واکمن مسلم لیګ نون ګوند د کاشغر او ګوادر ترمنځ دا مهمه اقتصادي لاره له خیبر پښتونخوا او بلوچستانه پنجاب ته اړوي.

پر دې موضوع د یادو ګوندونو او ډلو له خوا یو شمېر ټول ګوندیز غوندې ، خبري غونډې او لاریونو هم شوي دي.

بل پلو د پاکستان مرکزي حکومت د ملت پالو دا تور بې ځایه بولي او پر دې خبره ټینګار کوي چې دا لاره نه یوازې بدله شوې نه ده بلکې لومړی به هغه برخه جوړېږي کومه چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې تېریږي.

په دې اړه د تازه احتجاج تفصیل دلته واورئ

په کاشغر- ګوادر اقتصادي لاره کې د بدلون پر ضد نوی احتجاج کېږي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:58 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG