د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ عملیاتو نور خلک بې کوره کړي


بنو: په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو له کبله لوی شمېر نورې کورنۍ بې کوره شوې دي.

ځايي چارواکي وايي چې د دې کورنیو شمېر تر دوه سوه اویا زیات دی کومې چې د خیبر پښتونخوا بنو ته رسېدلې دي.

د شمالي وزیرستان مشران وايي چې د غلام خان تاسيل له سيدګي قبيلي بې کوره شوو دې کورنیو دوی اندېښمن کړي دي.

حکومتي او امنیتي چارواکي وايي چې په غلام خان تاسیل کې به د وسله والو پر ضد د عملیاتو له کبله نورې کورنۍ هم کډې کوي.

د دې چارواکو په وینا ، د شمالي وزیرستان له دې سیمې خلک نه وو اېستل شوي نو اوس د خلکو اېستلو هدف هلته د وسله والو پر ضد عملیات کول دي.

د شمالي وزيرستان د سياسي ګوندونو اتحاديې مشر ملک غلام د شنبې په ورځ مشال راډيو ته وويل چې حکومت د پخوانېو کډوالو بېرته ليږلو پرځاي نور خلک له سيمې را باسي.

ملک غلام زیاته کړه چې له شمالي وزیرستانه د نورو کورنیو اېستلو حکومتي پرېکړې دوی ډېر ناهیلي کړي دي.

نوموړي وویل ، حکومت ژمنه کړې وه چې د روان کال تر پايه به د شمالي وزيرستان هغه څه باندې لس لکه کډوال بيرته ستنوي چې په کال ۲۰۱۴م کې د پوځي عملياتو له کبله بې کوره کړل شوي وو.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴م کال له جون میاشتې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پر ضد عملیات جاري ساتلي دي چې له کبله یې تر یو میلیون زیات خلک بې کوره شوي.

د دې بې کوره کړل شوو خلکو زیات شمېر د خیبر پښتونخوا په بنو او د ډیورنډ کرښې هغې بلې خوا ته د افغانستان په خوست ولایت کې مېشت دي.

په دې اړه نور تفصیل د عمر دراز وزیر په رپوټ کې دلته واورئ

په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ عملیاتو نور خلک بې کوره کړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:19 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG