د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملا ذاکر د ملا اختر منصور له طالبانو سره نه دی یو ځای شوی


پراګ - د افغانستان طالبانو ملا رسول ډلې هغه خبرونه رد کړي چې ګواکې ملا ذاکر د طالبانو د ملا اختر منصور له ډلې سره یو ځای کېږي.

د پنجشنبې پر ورځ اسوشي اېټډ پرېس اژانس د طالبانو په حواله خبر ورکړ چې ذاکر ژمنه کړې، ژر به د منصور له ډلې سره یو ځای شي.

اژانس وايي، له دې سره به د افغانستان سولې هڅې ګړندۍ او پیاوړې شي. خو د ملا رسول په مشرۍ د طالبانو بلې ډلې ویاند ملا عبدالمنان نیازي د پنجشنبې پر شپه مشال راډیو ته وویل، دا خبره یوازې پروپیګنډه ده او هېڅ حقیقت نه لري.

ده وویل، څو ورځې مخکې اوازه خپره شوه چې ملا رسول په پاکستان کې نیول شوی چې هغه هم درواغ خبر وو.

په ۲۰۱۵ز کال کې د طالبانو پخواني مشر ملا عمر مړینې خبر تر خپرېدو وروسته اختر منصور د طالبانو نوی مشر شو خو ذاکر د ده له ټاکنې سره مخالفت وښود.

XS
SM
MD
LG