د لاسرسي ځای

روسي ماین پاکوونکي د شام پالمېرا ته رسېدلي


د روس دفاع وزارت وايي د هېواد ماېن پاکوالي د چارو ماهرین شام ته رسېدلي چې د پالمیرا په لرغوني ښار کې ماېنونه لیرې کول شورو کړي.

شامي ځواکونو د روسي هوايي بریدونو په ملاتړ په دې ورستیو کې پالمیرا ښار واپس له اسلامي دولت وسله والې ډلې نه واخستو چې تر لسو میاشتو د دغه وسله والې ډلې په قبضه کې و.

روس له شامي حکومت سره ژمنه کړې ده چې دغه تاریخي ښار له ماینونو په پاکولو کې به یې مرسته کوي.

تمه کیږي چې په ماېن پاکوالي کې څو میاشتې ولګي.

XS
SM
MD
LG