د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قادري پلویانو مظاهره پای، اسلام اباد کې پر احتجاجونو بندیز ولګول شو


د اسلام اباد مظاهرې یو انځور
د اسلام اباد مظاهرې یو انځور

اسلام اباد - د پاکستان په پلازمېنه کې د پنجاب پخواني ګورنر سلمان تاثیر وژونکي ممتاز قادري پلویانو احتجاجي ناسته چې د یکشنبې یا اتوار له ورځې راهیسې روانه وه، پای شوې ده.

د چارشنبې یا شورو پر ماښام د مظاهره کوونکو مشرانو په اسلام اباد کې د پاکستان اورګاډو چارو وزیر خواجه سعد رفیق په کور کې مذاکرات وکړل.

په خبرو کې د حکومت استازیتوب د مالیې وزیر اسحاق ډار، خواجه سعد رفیق او پیر امین الحسنات شاه کاوه او د احتجاجي ناستې له خوا حامد رضا قادري، ثروت اعجاز قادري، اصف جلالي او افضل قادرري ورغلي ول.

پاکستانۍ رسنۍ وايي، د ممتاز قادري پلویانو مشرانو حکومت ته خپلې غوښتنې وړاندې کړې چې پکې مهمې هغه دا وې چې د مذهب یا رسالت سپکاوي مجازاتو یا تعزیراتو په قانون کې دې بدلون نه کېږي، د مظاهره کوونکو او د هغوی مشرانو ضد دایرې شوې پرچې او مقدمې دې ختمې کړل شي، نیول شوي کسان دې خوشې کړل شي او د مذهب په سپکاوي د تورنو شویو او سزا شویو کسانو پر سزا دې عمل وکړل شي.

په اسلام اباد کې احتجاجي ناسته پای ته ورسېده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:20 0:00

حکومت دوی ته وویل چې په ((سنجیدګۍ به پر دې غوښتنو غور کوي.))

له دې خبرې سره مظاهره کوونکو خپله احتجاجي ناسته پای ته ورسوله او په اسلام اباد کې یې له پارلېمان او نورو دولتي ودانیو سره نېږدې سیمې خالي کول پیل کړل.

مظاهره کوونکي چې له اسلام اباده روان ول نو هغه مهال یې هم نعرې وهلې.

تر دې وروسته د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان خبریالانو ته وویل، تر هغو چې د پاکستان پارلېمان او وفاقي کابینې پرېکړه نه وي کړې، د پارلېمان، وزیراعظم او ولسمشر له دفترونو سره په نېږدې سیمو کې به پر هر ډول غونډو، جلسو، ناستو او پر انفرادي احتجاجونو بندیز وي.

ده وویل، له مظاهره کوونکو سره هېڅ ډول ((لیکلې یا زباني ژمنه یا موافقه نه ده شوې.)) د کورنیو چارو وزیر په خبره، مظاهره کوونکي خپله وزیرانو ته ورغلل او ورسره یې خبرې وکړې.

ده وویل، ځېنو مظاهره کوونکو ګاډي سوځلي، د سړکونو او مېټرو تمځایونو ته یې زیان رسولی دی نو د هغوی ضد به کارروايي کوي.

چودري نثار علي خان زیاته کړه چې په مظاهرو کې یې ۱۰۷۰ کسان نیولي دي.

XS
SM
MD
LG