د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کواټ په زندان کې دوه کسان په دار ځړول شوي


پر ارمي پبلېک سکول تر وسله وال برید وروسته پاکستان د مرګ پر سزاګانو ورکولو بندیز ختم کړ
پر ارمي پبلېک سکول تر وسله وال برید وروسته پاکستان د مرګ پر سزاګانو ورکولو بندیز ختم کړ

کواټ - د مارچ پر ۳۰مه د کواټ په مرکزي زندان کې د تحریک طالبان پاکستان دوه مشکوکه غړي په دار ځړول شوي دي.

رپورټونه وايي، دا دوه کسان محمود او نواز نومېږي چې ورته څه موده مخکې د پاکستان پوځي عدالت د مرګ سزا اورولې وه.

د کواټ پولیسو ویاند فضل نعیم د دې کسانو په دار ځړولو پخلی کړی خو ویې ویل دا ورته پته نشته چې ((دې کسانو ته ولې پانسي ورکړل شوې.))

تر دې مخکې د ۲۰۱۵ز کال په ډېسېمبر او د ۲۰۱۶ز کال په جنورۍ کې د کواټ په زندان کې د مولوي عبدالسلام، حضرت علي، مجیب الرحمان، سبیل، نور سعید، مراد خان، عنایت الله او اسرار الدین په نوم کسان په دار ځړول شوي ول.

د ۲۰۱۴ز کال په ډېسېمبر کې د پېښور پر ارمي پبلېک سکول تر وسله وال برید وروسته د پاکستان حکومت د ترهګرۍ او سختدریځۍ ضد د نیشنل اېکشن پلان په نوم تګلار جوړه کړه چې په نتیجه کې یې د پاکستان پارلېمان د پوځي عدالتونو جوړولو منظوري ورکړه.

د پېښور پر سکول تر برید وروسته، پاکستاني حکومت د مرګ پر سزا ورکولو لګولی بندیز هم لرې کړ.

د بشري حقونو نړیوالې او پاکستانۍ ادارې د مرګ پر سزا ورکولو د بندیز پر لرې کولو انتقاد کوي او دا هم وايي چې پوځي عدالتونه د پاکستان له اساسي قانون او د بشري حقونو له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دي.

خو د پاکستان سترې محکمې یا سپریم کورټ په خپله یوه پرېکړه کې د دې عدالتونو جوړول، قانوني عمل بللی وو.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG