د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کواټ زندان کې دوه کسانو ته پانسي ورکړل شوې


د مارچ پر ۳۰مه د کواټ په مرکزي زندان کې د تحریک طالبان پاکستان دوه مشکوکه غړي په دار ځړول شوي دي.

رپورټونه وايي، دا دوه کسان محمود او نواز نومېږي چې ورته څه موده مخکې د پاکستان پوځي عدالت د مرګ سزا اورولې وه.

د کواټ پولیسو ویاند فضل نعیم د دې کسانو په دار ځړولو پخلی کړی خو ویې ویل دا ورته پته نشته چې ((دې کسانو ته ولې پانسي ورکړل شوې.))

تر دې مخکې د ۲۰۱۵ز کال په ډېسېمبر او د ۲۰۱۶ز کال په جنورۍ کې د کواټ په زندان کې د مولوي عبدالسلام، حضرت علي، مجیب الرحمان، سبیل، نور سعید، مراد خان، عنایت الله او اسرار الدین په نوم کسان په دار ځړول شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG