د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اسلام اباد کې د ممتاز قادري پلویانو ضد عملیات کېږي


په اسلام اباد کې د ممتاز قادري پلویانو ناستې درېیمه ورځ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:48 0:00

په اسلام اباد کې د ممتاز قادري پلویانو ناستې درېیمه ورځ

اسلام اباد - د پاکستان کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان وايي، که په اسلام اباد کې له احتجاج کوونکو مذهبي ډلو سره خبرو نتیجه ورنکړه نو د چارشنبې یا شورو پر ورځ به د رسنیو مخې ته د هغوی ضد عملیات کوي او سیمه به خالي کوي.

د مارچ پر ۳۰مه له پارلېمان سره نېږدې سیمې امنیت سخت کړل شوی دی.

د سې شنبې یا نهې پر شپه نثار علي خان خبریالانو ته وویل، له ټولو مظاهره کوونکو سره یې خبرې نه دي شوې او یوازې له کراچۍ ورغلیو مشرانو سره یې خبرې کړې دي.

ده وویل، ټول مشران ورته ((محترم دي)) او غواړي دا مسله په سوله ییزه توګه هواره کړي.

د پنجاب پخواني ګورنر وژونکي ممتاز قادري پلویان د مارچ پر ۲۷مه اسلام اباد ته ورسېدل او هلته یې د پارلېمان مخې ته احتجاجي ناسته پیل کړه.

دوی وايي، په دار ځړول شوی قادري دې ((شهید)) وګرځول شي او د مذهب سپکاوي مجازاتو یا سزا په قانون کې دې بدلون نه کېږي.

چودري نثار وویل، تر اوسه یې په عملیاتو کې ځکه ځنډ کړی چې ((حکومت پوره کوشش کوي چې دا هر څه بې له تشدده هوار کړي.))

اسلام اباد: د ممتاز قادري پلویانو احتجاجي ناسته روانه ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:36 0:00

ده وویل، هلته د ((ناموس رسالت)) نوم ((بېګناه)) خلک وروستل شوي دي.

((زه مطمین یم او تر وروستي حده پوره هڅه کوو چې [د مارچ پر ۳۰مه] په هر حال کې [سیمه] خالي کړو. تر هغې وروسته به پلټنې هم کوو او په راتلونکې کې به دا باوري کوو چې یوه ډله هم زموږ پلازمېنه داسې و نه نیسي او پاکستان په ګرده نړۍ کې [بیا] سپک نشي.))

د کورنیو چارو وزیر وویل، په عملیاتو کې به یو حکومتي کارکوونکی هم وسله ونلري.

د ممتاز قادري زرګونه پلویانو په اسلام اباد کې د دولتي او حکومتي ودانیو مهمه سیمه داسې نیولې ده چې هلته حکومتي کارونه ځنډېدلي دي.

د پنجاب پخواني ګورنر وژنې جرم تر زباتېدو وروسته عدالت قادري ته د مرګ سزا اورولې وه او نوموړی د ۲۰۱۶ز کال د فبرورۍ پر ۲۹مه پر دار وځړول شو.

XS
SM
MD
LG