د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست معصوم ستانکزی وايي، افغان ځواکونو په ډیرو ولایتونو کې په ورستیو عملیاتو کې وسلوال سخت ځپلي دي.
نوموړې په دې لړ کې په ځانګړې توګه د هلمند خانشین ولسوالی ، همدارنګه په کندز او ننګرهار ولایتونو کې د پوځي عملیاتو یادونه وکړه او ویې ویل دا عملیات به دوام وکړي .نوموړي دا څرګندونې په کندهار کې۲۰۵ اتل قول اردو د لیدنې پر مهال کړي.
په هغه خپرپاڼه کې چې دفاع وزارت رسنیو ته استولې راغلي چې د دفاع سرپرست وزیر په کندهار کې ددې قل اردو کارونه و ارزول ، له سرتیرو او افسرانو سره یې ولیدل او د ټپیانو پوښتنه یې وکړه .
د دفاع سرپرست وزیر په داسې حال کې کندهار ته سفر کوي چې له ګاونډی ولایتونو هلمند او ارزګان څخه د مخالفو وسلوالو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ د سختو جګړو راپورونه ورکړل شوې.
د ارزګان د چارچینو ولسوالۍ د امنیې قومندان د دوشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې د تجهیزاتو د کمي او د مرستو د نه ورسیدو له کبله یې اړ شوي چې څو پوستې وسلوالو طالبانو ته خوشې کړي.