په اسلام اباد کې زرګونه احتجاج کونکي لا هم په حساسه سیمه ریډ زون کې موجود دي او د حکومت نه غوښتنه کوي چې په ملک کې دې شرعي نظام نافذ او د مذهب د سپکاوي د قانون سره مخ کسان دې اعدام کړای شي.
داکسان چې د پخواني ګورنر سلمان تاثیر د قتل په جرم کې د اعدام شوي تن ممتازقادري پلویان دي نن یې د احتجاج دریمه ورځ ده.
د اسلام اباد پولیس د سلګونو مظاهره کونکیو د نیولو ادعا کوي او راپورونه وايي د مظاهره کونکیو کسانو شمېره مخ په کمېدو ده.
د اتوار په ورځ زرګونه احتجاج کونکي د اسلام اباد ریډ زون ته ورننوتل او د پولیسو په منع کولو یې پر تشدد لاس پورې کړ. په تېرو درېوو ورځو کې ، د اخ و ډب له وجې ۲۵ و نه زیات د پولیسو سرتیري ژوبل شوي هم دي.