د لاسرسي ځای

تازه خبر

'له حکمتیار سره د سولې وروستۍ طرحه چمتو ده'


کابل، پراګ - د افغانستان سولې عالي شورا وايي، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې وروستۍ طرحه تیاره شوې ده.

د شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون د سې شنبې یا نهې پر ورځ مشال راډیو ته وویل، په دې اړه په یوه غونډه کې وروستۍ پرېکړه کوي:

((طرحه نهايي شوې ده. زیات وخت به وانخلي او انشا الله ژر به ورباندې موافقه وشي.))

شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د حزب اسلامي یو درې کسیزه پلاوی کابل ته ورغلی او د سولې له عالي شورا سره خبرې کوي.

په وروستیو کې د افغانستان سولې بهیر بیا پیلولو لپاره هلې ځلې زیاتې شوې دي.

په دې لړ کې د څلورو هېوادونو یعنې افغانستان، پاکستان، چین او امریکا استازو په اسلام اباد او کابل کې یو شمېر غونډې هم کړې دي.

خو د دې غونډو اصلي موخه له وسله والو طالبانو سره د روغې بهیر پیلول ول. طالبان تر اوسه له دې بهیر سره نه دي یو ځای شوي او وايي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو ښايي خبرې ونکړې.

موده مخکې د پاکستان وزیراعظم بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز ویلي ول ((شرطونه تل د مذاکراتو پر وخت وړاندې کول کېږي)) نو ځکه دې طالبان لومړی له افغان حکومت سره خبرې پیل کړي او ورته دې خپل شرطونه وړاندې کړي.

افغان حکومت په بیا بیا اسلام اباد ته ویلي چې پر طالبانو یې نفوذ زیات دی نو هغوی دې خبرو ته حاضر کړي. پاکستان وايي، د افغانستان ((سوله او ثبات یې په ګټه)) دي نو ځکه هڅه کوي چې په دې ترځ کې پوره مرسته وکړي.

رپورټ: له کابله صفي الله ستانکزی
XS
SM
MD
LG