د لاسرسي ځای

د لاهور له پېښې وروسته د لوړ پوړو امنیتي چارواکو غونډې


فایل فوټو

فایل فوټو

د پاکستان په لاهور ښار کې د یکشنبې ورځې له ځانمرګي بره وروسته نن د دوشنبې په ورځ د وزیراعظم نوازشریف او د پوځ د مشر جنرال راحیل شریف په مشرۍ کې بیلا بیلې غونډې شوې دي.

په لاهور کې د وزیراعظم نوازشریف په مشرۍ کې مهمه امنیتي غونډه وشوه چې پکې د امن و امان په صورتحال خبرې وشوې. په دې موقع وزیراعظم امنیتي ادارو ته سپارښتنه وکړه چې د وسله والو پرضد دې خپل عملیات لانور تېز کړي. نوموړي په دې خبرې هم ټینګار وکړ چې د امنیتي او استخباراتي ادارو ترمنځ دې هماهنګي لا زیاته شي.

وزیر اعظم نوازشریف زیاته کړه چې وسله وال اسان هدفونه په نخښه کوي او د ملک امنیتي ادارو له د ترهګرۍ جرړې ختمول ورپغاړه دي. نوموړي هیله ښکاره کړه او ویې ویل هغه ورځ لرې نه ده چې دده په وینا پاکستان به له وسله والو پاک وګرځول شي.

بل پلو د دوشنبې په ورځ په راولپنډۍ کې د پوځ د مشر جنرال راحیل شریف په مشرۍ کې هم یوه مهمه امنیتي غونډه وشوه. په دغه غونډه کې په پنجاب کې د وسله والو پرضد د عملیاتو جاج واخېستل شو.

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو د څانګې ډایرکټر جنرل عاصم باجوه وايي د پنجاب په لاهور، فیصل اباد او ملتان کې له تیرې ورځې راهیسې استخباراتي ادارې، پوځ او رینجر ځواکونو شریک عملیات پیل کړي چې په ترڅ کې یې ځیني مشکوک کسان او د هغوی مرسته کونکي نیول شوي هم دي.

په لاهور ښار کې د یکشنبې په ورځ په یو پارک کې شوې ځانمرګې حملې په لسګونو کسان ووژل او سلګونه نور یې ژوبل کړل.

XS
SM
MD
LG