د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد کې د ممتاز قادري پلویانو لویې مظاهرې پیل کړي


فایل فوټو
فایل فوټو

د پاکستان پوځ په سر ښار اسلام اباد کې د امنیت د ساتلو لپاره « ریډ زون » ته رسیدلی دی. د پاکستان د پوځ ویاند جنرال عاصم باجوه وايي پوځ وروسته له هغې ښار ته داخل شوی چې حکومت د راپارېدلو مظاهره کونکیو د قابو کولو لپاره د مرستې غوښتنه وکړه.

راپورونه وايي د یکشنبې په ورځ په زرګونو خلکو په اسلام اباد کې لاریون او مظاهره وکړه. مظاهره کونکي د پنجاب ایالت د یو پخواني کمانډو ممتاز قادري پلویان دي چاچې د پنجاب پخوانی والي په ډزو وژلی و او حکومت هغه ته تېره میاشت د اعدام سزا ورکړه.

مظاهره کونکی چې شمېره یې له لسو زرو پورته ښودل کېږي په دې توانیدلي چې د پارلیمان ودانۍ ته په لاره ولاړ کانټینرونه او موانع لرې کړي او د حکومت خلاف له کرکې ډکې ویناوې کوي.

د راپورونو له مخې تر دې وړاندې له ۲۵۰۰۰ نه زیاتو کسانو د راولپنډۍ په لیاقت باغ سیمه کې د ممتاز قادري د څلوېښتي په مراسمو کې ګډون وکړ.

وروسته مظاهره کونکیو د اسلام اباد لاره ونیوله، چېرته چې ځای پر ځای د امنیتي ساتونکیو او مظاهره کونکیو تر منځ د اخ و ډب پېښې هم مخې ته راغلي دي.

وروستی راپورونه وايي مظاهره کونکی په اسلام اباد کې د پارلیمان یوې برخې ته ننوتلي او شعارونه ورکوي. ځینې سرچینې د مظاهره کونکیو شمېره تر ۸۰۰۰۰ پورې ښايي.

ممتاز قادري د پنجاب د پخواني ګورنر سلمان تاثیر باډي ګارډ و او په ۲۰۱۱ م کال کې یې خپل بادار ۲۹ ډزې ویشتلی او وژلی و. سلمان تاثیر په ملک کې د توهین رسالت په قانون کې د اصلاح غوښتنه کړې وه. په پاکستان کې د توهین رسالت قانون خورا حساس ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG