د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان له ویسټ انډیز نه لوبه وګټله


فایل فوټو
فایل فوټو

د هند په ناګپور کې، د افغانستان او ویسټ انډیز ترمنځ د مارچ په ۲۷ مه د کرکټ خوندوره لوبه ترسره شوه. که څه هم د دواړو ټیمونو پرتله کول ناشوني دي ځکه چې ویسټ انډیز په روان جام کې خپلې ټولې لوبې ګټلې او افغانستان بایللي خو بیا هم افغان لوبډلې ښه لوبه وکړه.

افغان لوبډلې لومړۍ لوبه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې ۱۲۳ منډې جوړې کړې. ویسټ انډیز ته د ګټلو لپاره د ۱۲۴ و منډو نسبتا اسان هدف په مخ کې و خو افغان بالرانو دوی ګټلو ته پرېنښودل. د ویسټ انډیز لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د اتو لوبغاړو په تاوان ۱۱۷ منډې جوړې کړې.

د افغانستان له غاړې په بیټنګ کې نجیب الله ځدراڼ ۴۸، محمد شهزاد ۲۴ او اصغر ستانکزي ۱۶ منډې وکړې. د نورعلي ځدراڼ پر ځای عثمان غني ته موقع ورکړل شوې وه خو هغه زر اوټ شو او یوازې یې ۴ منډې جوړې کړې.

د افغانستان بالرانو د ویسټ انډیز غوندې د لوی ټیم لوبغاړي هدف ته رسېدو ته پرېنښودل. یو مهال افغان لوبغاړو د ویسټ انډیز ۸۹ منډو پنځه لوبغاړي اوټ کړي وو. دافغانستان له غاړې محمد نبي او راشدخان د مقابل لوري دوه دوه کسان اوټ کړل.

افغانستان په غوره لسو لوبډلو کې که څه هم د هرې لوبډلې خلاف ښه وځلېد خو قسمت ورسره یاري ونه کړه او دوی یوازې د ویسټ انډیز نه لوبه وګټله. سري لنکا ، جنوبي افریقا او انګلستان له افغانستانه خپلې لوبې وګټلې خو د ټولو ټیمونو په وړاندې افغانستان ښه لوبه وکړه.

د ویسټ انډیز ټیم وار له مخې سیمي فاینل یا نیمه پایلوبې ته ځان رسولی دی. دوی د کرکټ د نړۍ له غوره ټیمونو څخه ګڼل کیږي.

XS
SM
MD
LG