د لاسرسي ځای

تازه خبر

" اروپايي هېوادونه افغان کډوال په زوره نه باسي"


د افغانستان د کډوالو چارو وزیز سید حسین عالمي بلخي
د افغانستان د کډوالو چارو وزیز سید حسین عالمي بلخي

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر وایي، اروپایي هیوادونه دې ته چمتو شوي چې افغان کډوال به په زوره له خپلو هیوادونو نه باسي.

سید حسین عالمي بلخې د مارچ په ۲۷ مه د مشرانو جرګې په استجوابیه غونډه کې وویل په دې اړه یې له اروپایي ټولنې او اروپایي هیوادونو سره پرله پسې غونډې کړي دي.

« اروپایې اتحادیه او اروپایې هېوادونه دې ته حاضر شول چې افغان لوري سره د مذاکرې میز ته کینې او د دغو مذاکرو په نتیجه کې تراوسه د افغان کډوالو په زوره ایستل کېدو څخه مخنیوی شوی.»

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې ځینې اروپايي هېوادونه غواړي یوشمېر افغان کډوال په زور وباسي.

XS
SM
MD
LG