د لاسرسي ځای

په لواړګي کې یو ځايي مشر اخترخان ووژل شو


فایل فوټو

فایل فوټو

د خېبر ایجنسۍ چارواکي وايي نامعلومه وسله والو یو ځايي مشر په ډزو وژلی دی. دا پېښه په خوګاخېلو سیمه کې رامنځ ته شوې ده. وژل شوی مشر اخترخان نومېده او د پولیو د کمپاین پروسه یې پر مخ وړله.

چارواکي وايي اخترخان تېره شپه په خپل کلینک کې ناست و چې مخ پټو وسله والو پرې ډزې وکړې او ویې واژه. د لواړګي پولیټیکل انتظامیه وايي د قاتلانو لټون یې پیل کړی دی. د اخترخان د وژلو ذمه واري چا قبوله کړې نه ده.

په پاکستان کې تر دې وړاندې هم یو شمېر کسان چې د پولیو پرضد کمپاین یې پر مخ وړلو، د وسلوالو لخوا په ورته ډول وژل شوي دي.

پاکستان د نړۍ د هغو ګوتو په شمېر هېوادونو کې شمېرل کیږي چې ورکې د پولیو رنځ لا هم موجود دی.

XS
SM
MD
LG