د لاسرسي ځای

تازه خبر

د داعش ډلې مرستیال قوماندان القادولي ووژل شو


امریکايي ځواکونو د داعش سخت دريځې ډلې دوهم مرستيال قوماندان وژلی دی.

د امریکا د دفاع وزير اشټون کارټر د جمعې په ورځ وويل چې عبدالرحمان مصطفی القادولي د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې روانه اوونۍ وژل شوی چې دا داعش ډلې ته په سوريه او عراق کې د لويې ضربې په مانا ګڼل کېږي.

د امریکا د دفاع وزير اشټون کارټر د جمعې په ورځ ويلي چې د امريکايي ځواکونو په عملياتو کې روانه اوونۍ د داعش ډلې دوهم مرستيال قوماندان وژل شوی دی.

کارټر دا خبرې په واشنګټن کې د امريکا له لوی درستيز جنرال جوزف ډنفورډ سره په ګډه خبري غونډه کې وکړې.

کارټر ويلي چې د دغه کس چې حاجي امام نومېده او د عبدالرحمان مصطفی

القادولي په نامه مشهوره وو، وژل به یې په سوريه اوعراق کې د داعش ډلې پر جګړه اغېز وکړي.

ده ويلي چې القادولي د داعش د ماليې وزیر وو او په بهرنيو حملو کې يې لاس درلود:

​"موږ په سيستماتيکه توګه د داعش د کابینې غړي له منځه وړو، په حقيقت کې د امریکا پوځ روانه اوونۍ د داعش ډلې يوشمېر مهم غړي وژلي چې په کې زموږ په باور حاجي امام هم شامل دی، دغه کس د داعش له لوړپوړو مشرانو څخه وو او د ماليې د وزير دنده يې تر سره کوله."

کارټر په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه چې ايا القادولي د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ووژل شو او که په هوايي بريدونو کې چې په کې پلوټ لرونکې الوتکې کارېږي.

ده دا هم نه دي ویلي چې ايا دا حمله په سوريه کې شوې او که په عراق کې خو ده ويلي چې په عراق کې هر ډول حملې به د عراق د حکومت په اجازه تر سره کېږي.

د امریکا د عدليې وزارت د القادولي پر سر د اووه ملیونه ډالرو جايزه ايښې وه.

کارټر په خپلو خبرو کې زياته کړه:

"يو څو مياشتې مخکې چې ما ويلي وو چې موږ د داعش مالي تاسيسات په نخښه کوو، موږ اوس له هغه ځايه پيل کړی دی چېرته چې داعش خپلې پيسې اېږدي، او اوس موږ د دوی هغه مشر وواژه چې د داعش د عملياتو مالي چارې يې پر غاړه لرلې، دا به د دوی وړتيا ته تاوان ورسوي چې جنګيالیو ته پيسې ورکړي او نوي جنګيالي استخدام کړي."

د اسوشيېټیډ پريس خبري اژانس د راپور له مخې، له کارټر څخه پوښتنه وشوه چې ايا القادولي په پاريس کې د نومبر مياشتې له حملو سره او يا د روانې اوونۍ له حملو سره چې په بلجيم کې وشوې، تړاو درلود؟ کارټر وويل چې د القادولي په شان په عراق او سوريه کې که د داعش غړیو په دغو حملو کې لاس درلود او يا يې غوښتل په کې لاس ولري، امريکا به يې د له منځ وړلو نهايي هڅې وکړي.

د عراقي امنيتي سرچينو د معلوماتو پر بنسټ، القادولي د عراق په موصل ښار کې زېږېدلی وو.

القادولي​ د ۱۹۹۰يمې لسيزې په پای کې په افغانستان کې وو.

دی په ۲۰۰۴میلادي کال کې له القاعده سره يو ځای شو او په عراق کې د القاعده د مشر أبو مصعب الزرقاوي مرستيال وټاکل شوو.

الزرقاوي په ۲۰۰۶میلادي کال کې د امريکا د بې پېلوټه الوتکې په بريد کې ووژل شو.

قادوري ونيول شو او زندان ته ولېږل شو خو له هغه وروسته چې په ۲۰۱۲میلادي کال کې راخوشی شو، په سوريه کې له داعش ډلې سره يو ځای شو.

راپور: ملالۍ بشیر

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG