د لاسرسي ځای

افغان پولې ته نږدې ۲ تاجکستاني کار کوونکي تښتول شوي


د افغانستان او تاجکستان پولې ته نژدې دوه تاجک سړک جوړوونکي تښتول شوي دي.

رويټرز خبري اژانس د تاجکستان د چارواکو له خولې راپور ورکوي چې افغان وسله والو د سړک جوړونې پر عمله حمله کړې، دوه تاجک کارکوونکي يې تښتولي او يو يې ټپي کړی دی.

يوې ځايي حکومتي سرچينې ويلي چې حمله کوونکي قاچاق وړونکي وو او په شورا آباد ولسوالي کې يې له پولې سره نژدې دا حمله کړې.

XS
SM
MD
LG