د لاسرسي ځای

تازه خبر

'سږ کال پر کراچۍ بیا تودې څپې راځي'


ه کراچۍ ښار کې په عمومي توګه موسم ګرم وي خو تېر کال تر معمول زياتې ګرمۍ له کبله تودو څپو خلک زيات متاثره کړي ول چې له کبله يې تر ۱۲۰۰زيات خلک وژل شوي ول.

د پاکستان موسمياتو محکمې اندېښنه ښودلې چې د مې مياشتې په پای يا د جون مياشتې په پيل کې به يو وارې بيا په ټول هېواداو په ځانګړې توګه په کراچۍ کې د ګرمۍ له زياتېدو سره تودې څپې راتلی شي.

په کراچۍ کې د موسمياتو د محکمې وياند ډاکټرعبدالرشيد د جمعې په ورځ مشال رېډيو ته وویل چې په ښار کې د ګرمۍ لوړه درجه په زياتېدو ده او هم دا وجه ده چې سږ کال هم د پروسږ غوندې تودې څپې راتللی شي:

((پرون په ښار کې د ګرمۍ لوړه درجه شپږدېرش وه نن موږ وايو چې پينځه دېرش پورې به وي، دغه رنګ د اپرېل په مياشت کې به دا نوره هم زياتېږي او مې کې به تر دې سېوا وي، دغسې موږ اندېښنه لرو چې د مې مياشت او د جون وړومبۍ لس پينځلس ورځو کې تودې څپې راتلی شي، تر هغه وروسته به د بارانونو موسم شروع شي نو بيا به ګرمي په کمېدو شي))

د دغه تودو څپو په اړه د پېښور پوهنتون ماحولياتي ساینس څانګې استاد ډاکټر شفيق الرحمان وايي چې کله ګرمي تر معمول پرله پسې یو څو ورځې زياته پاته شي نو دا بيا عامه ګرمي نه وي بلکې دې ته تودې څپې ويل کېږي خو داسې هم نه ده چې بچ کېدل ترې ګران دي.

نوموړي زياته کړه چې په تېرو ۱۳۵ کالو کې شپاړلس ګرم کلونه تېر شوي چې پکې پينځلس تردوه زره م ميلادي کاله پس راغلي دی.


ډاکټر شفيق وايي چې دا ماحولياتي بدلون يواځې په پاکستان کې نه دی راغلی خو د کراچۍ پشمول پاکستان ترې ځکه متاثره دی چې دلته خلک له ګرمۍ د بچ کېدو په اړه خبرتيا نه لري.

((دا يوه نړيواله مسله ده يواځې زموږ نه ده، په کراچۍ کې چې تېر کال موسمي بدلون راغلی وو او خلک يې اغېزمن کړي وو په دغه وخت کې له پاکستان سره سره هند، فرانس او دا رنګ څوکاله مخکې په يونان او امريکا کې هم راغلي وو خو څوک يې دومره نه دي اغېزمن کړي، بايد ولس له ځان سره لمدې جامې کېږدي او يخې اوبه زياتې څښي نو داسې ترې دوی ځان ژغورلی شي))

په کراچۍ ښار کې په عمومي توګه موسم ګرم وي خو تېر کال تر معمول زياتې ګرمۍ له کبله تودو څپو خلک زيات متاثره کړي ول چې له کبله يې تر ۱۲۰۰زيات خلک وژل شوي ول.

XS
SM
MD
LG