د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر غني په بلخ او فاریاب کې لاریونونه ناقانونه وبلل


افغان ولسمشر اشرف غني د هېواد په شمال کې له تاوتریخوالي څخه ډکې مظاهرې ناقانونه بللې دي او د دې د درولو غږ یې کړی دی.

بېګا د ولسمشر ویاند ظفر هاشمي رسنیو ته په استولي یوه ویډیويي پیغام کې وویل، اشرف غني په بلخ او فاریاب کې د تاوتریخوالي پلټنو لپاره یو پلاوی ټاکلی دی.

په فاریاب ولایت کې د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم او بلخ والي عطا محمد نور پلویانو تر منځ په مظاهرو کې د تاوتریخوالي په پېښو کې یو کس وژل شوی او پینځه ژوبل دي. هلته دوستم خپلو پلویانو ته ویلي چې لاریونونه دې پای ته ورسوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG