د لاسرسي ځای

پاکستان د یوه هندي جاسوس نیولو ادعا کوي


د بلوچستان کورنيو چارو وزیر سرفرازبوګټي

د بلوچستان کورنيو چارو وزیر سرفرازبوګټي

د بلوچستان کورنيو چارو وزیر سرفرازبوګټي رسنیو ته وویل، د هند استخباراتو 'را' يو اوسنی افیسر یې له جنوبي بلوچستانه نیولی دی

د بلوچستان حکومت ادعا کړې، دوی د صوبې په جنوب کې د هند استخباراتو يو افیسر نیولی، چې په خبره يې په دغه صوبه کې د ترهګرو ډلو په خاصه توګه د بېلتونپالو وسله والو ډلو مرسته کوله. تراوسه هند د دغه ادعاو په اړه څه نه دي ویلي.

د بلوچستان حکومت او په دغه صوبه کې د پاکستان څارګرې ادارې ادعا کوي، د صوبې په جنوبي سیمو کې يې د هند استخباراتو يو اوسنی افیسر نیولی او اسلام اباد ته يې منتقل کړی دی.

د پاکستان يوه اردو ژبي ټيلویزيون دنیا نیوز د خپلو سرچينو پر اساس د دغه نیول شوي هندي افیسر نوم کل بوشن یادیوو یاد کړی او زیاتوي، د ممبۍ اوسېدونکی دی.

د صوبې کورنيو چارو وزیر سرفرازبوګټی که څه هم په دې اړه ډېر مالومات شریک نه کړل، خو يواځې دومره يې وویل، دا هغه ثبوت دی، چې تاسو خبریالانو به يې هروخت غوښتنه کوله.

؛ د هندي استخباراتو را يو اوسنی افیسر له جنوبي بلوچستانه نیول شوی دی. او دا چې زه له لومړۍ ورځې راهیسې وايي، چې په بلوچستان کې ؛را؛ فعاله ده، او د دې به تاسو هروخت له ما ثبوتونه غوښتل، نور ثبوتونه هم له موږ سره شته، لاکن تر دې لوی ثبوت تاسو څه غواړئ. له دې نیول شوي افیسره پوښتنې ګروېږنې روانې دي، چې وروسته به يې له تاسو سره شریک کړو؛.

که څه هم د بلوچستان صوبايي چارواکي او پاکستان په وار وار په بلوچستان کې صوبه کې د ترهګرۍ پېښو ترشا د هندي استخباراتو لاس بللی، خودا لومړی ځل دی، چې د هند څارګرې ادارې د يوه افیسر نیولو ادعا کوي. هند چې تل يې د پاکستان دغه ادعاوې ناسمې بللې، ددې نیول شوي افیسر په اړه يې لاهم څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG