د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې هولي لمانځل کېږي 


په کراچۍ کې هولي لمانځل کېږي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:52 0:00

د هولي نمانځلو پر وخت د هندو لږکيو له خوا د خپل مذهبي رسم تر مخه په يو بل د رنګونو شيندلو سره سره د انسانيت زنده باد نارې هم ووهلې

د کراچۍ په سوامي نراين مندر کې هندو لږکيو خپل مذهبي تهوار هولي ونمالځو او پر دغه موقع یې د سيند صوبايي حکومت مننه وکړه چې پر دې ورځ يې د عامې چټۍ اعلان کړی. دوی له نورو صوبو هم غوښتنه کړې چې په ټول پاکستان کې دې د لږکيو د خاصو ورځو پرمهال عامه چټي اعلان کړي.

دې مندر ته نه يواځې هندوان د هولي نمانځلول دپاره راغلي وو بلکې د مسلمانانو او سکهانو ګڼ شمېر مشرانو هم ګډون درلود او په يو بل ئې رنګونه وشيندل

هولي يا د رنګونو اختر نمانځلو لپاره د کراچۍ پشمول د سيند نورو سيمو نه هم په ګڼ شمېر کې خلک د کراچۍ سوامي نرائن مندر ته راغلي وو او خپلو خپلوانو سره يې دغه خوشحالي نمانځله

پر دې موقع د پاکستان پيپلزپارټۍ د سينيټ غړې سسي پلېجو ووئيل چې په ټول سيند کې نه يواځې د هندوانو بلکې د نورو لږکيو په مذهبي تهوارونو کې بايد عام خلک ګډون وکړي او هم داسې د سخت دريځۍ مقابله کېدی شي، بايد نورې صوبې په داسې ورځو د عامې چټۍ اعلان وکړي

((خېبرپښتونخوا او پنجاب هم بايد د لږکيو د مذهبي ورځو په مناسبت د چټۍ اعلان وکړي او پنجاب خو زمونږ مشره صوبه ده، بايد زړۀ لوی کړي، نن زمونږ په کور کې واده هم وو خو مونږ راغلو چې يواځې يوه نخښه ولګوو خو د دوي سره د يووالي څرګندونه وکړو،په خپلو کلو کې خو ټول کوي خو کراچۍ يو لوی ښار دی بايد دلته ټول يو والی ښکاره کړي))

د هولي نمانځلو لپاره نه يواځې د هندو مذهب منونکي راغلي وو بلکې د مسلمانانو يوه لويه شمېره هم راغلې وه چې پکې د طالبعلمانو د سازمان نېشننل سټوډنټس فېډرېشن غړي او د بشري حقونو لپاره کارکوونکي وګړي شامل وو

د پاکستان د بشري حقونو د کمېشن مرستيال مشر (وائس چېرمېن) اسدبټ مشال رېډيو ته ووئيل دا ټولې مېلې زمونږ د کلتور مهمه برخه ده بايد ټول يې په شريکه ونمانځو.

((دا مېلې زمونږ د موسمونو نمائندګي کوي، او په خصوصي توګه هولي خو يو انقلابي تهوار دی دا د هغه ظلم پرضد نمانځلی کېږي چې په هغه وخت کې به بادشاه کولو،نو نن مونږ د انسانيت په بنياد راغونډ شوي وو چې داسې مذهبي سخت دريځۍ پر ضد مبارزه وشي او خپلو هندو وروڼو ته دا يقين ورکړو چې دلته زياتره مسلمانان د دوي ملګري دي))

د دې لويې دستورې راجوړوونکي يو تن مهېش کمار مشال رېډيو ته ووئيل چې دوي خوشحاله دي چې د حکومت له خوا د عامې چټۍ اعلان شوی دی

(( د حکومت له خوا د عامې چټۍ د اعلان وروستو مونږ خوشحاله او مطمئن يو او دلته د هندو مذهب منونکو سره سره نور خلک هم په ګڼ شمېر کې راغلي دي، دا تهوار مونږ ډېر په خوشحالۍ او ازادۍ سره نمانځو مونږ ته هېڅ څه ستونزه دلته نشته))

د هولي نمانځلو پر وخت د هندو لږکيو له خوا د خپل مذهبي رسم تر مخه په يو بل د رنګونو شيندلو سره سره د انسانيت زنده باد نارې هم ووهلې.

د ذکر ده چې د سيند حکومت د هولي په ورځ د عامې چټۍ اعلان کړی او قامي اسمبلۍ د اقليتونو د مذهبي ورځو په مناسبت ملک کې د عامې چټۍ قرارداد منظور کړی خو اعلاميه يې لا تر دې دمه نه ده جاري شوې.

XS
SM
MD
LG