د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې ۱۵ بهرنیان له داعش سره مله کېدو په تور ونیول شول


د ننګرهار امنیه قومندان پاسوال فضل احمد شيرزاد وايي تر اوسه پنځلس تنه هغه بهرنيان نيول شوي چې غوښتل يې د داعش ډلې ته ورشي دی وايي په دې کې ميرمنې هم شاملې وې:

(( ډير د داعش افراد موږ نیولي دي چې په هغوی کې ښځې او نارینه شاملې وې تقریبا تعداد يي تر پنځلسو پورې رسيږي چې یوازې زموږ د امنیه قومندانۍ لخوا نیول شوي او دا مو د تروریزم پرضد عمومي ریاست ته سپارلي او قضيې تر څېړنې لاندې دي))

بلخوا د ننګرهار والي سلیم خان کندزی وايي هغه بهرنيان چې د داعش ډلې ته د ورتګ په تور نیول شوي په دې کې د سیمې د مختلفو هيوادونو اتباع دي:

((په اخره کې چې موږ او تاسو ولیدل د ځينو ملکونو لکه د چيچنايآن،تاجکستان، ازبکستان او یو تعداد نور که نیول شوي دي یا نيول شوي دي دا ټول ترهګر دی دا که په هر ځای کې وي ترهګر دي دا موږ ته هم ګواښ دی او ګاونډيانو ته هم ګواښ دی دا باید محاکمه شي))

خو تر ټول مهم خبره داده چې د افغانستان د ګاونډيو هيوادونو څخه یو شمېر بهرنيان د کومو موخو لپاره د داعش ډلې ورځي ايا جهاد په خاطر او که په داعش کې د خپل حضور د پراختیا په خاطر؟

د حالاتو څيړونکی استاد محمد انور سلطاني وايي داعش اوس یو نړیوال ګيم دی او د سيمې هغه هيوادونه چې د داعش له حضور څخه ويره لري د خپلې بقا په خاطر غواړي خپل کسان په داعش کې ځای پر ځای کړي:

(( لکه دې ګيم اوس نړیوال رنګ نيولی یا سیمه ییز رنګ يي اخیستی نو دې ته په کتو د سیمې استخبارات لکه د پاکستان، روسې،ازبکستان،تاجکستان او چين استخبارات هڅه کوي د خپل ځان د فاع په خاطر تر څو سیمه ییز حالت تر خپل کنټرول لاندې راولي خپل استخباراتي کسان دې بهير ته ورننباسي او هغه بهير هم د خپل ځان د بقا په خاطر چې چا ورته کلیمه وویل باور پرې کوي خو لنډه دا چې ددې ګيم عظيمه برخه د سیمې استخبارتو په ولکه کې راتاوه ده))

نوموړی وايي دغه نيول شوي کسان بايد په نړیوالو محکمو کې محاکمه شي او افغان حکومت دې د ملل متحد له لارې پر ګاونډيو هيوادونو فشار راوړي تر څو داعش ته د خپلو خلکو د ورتګ مخه ونيسي.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG