د لاسرسي ځای

وزیرستان کډوال: پښتونخوا حکومت دې خپلې ژمنې پوره کړي


د ۲۰۱۴ م کال په ۱۵ م جون د پاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کې د وسله والو پر ضد ضرب عضب عملېات پیل کړل چې له وجې يې تر لسو لکو زیات خلک د خپلو سیمو پرېښودلو ته اړ کړل شول.

د شمالي وزېرستان د سیاسي اتحاد غړی په اسلام آباد کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان د کور مخې ته راټول شوي ول او غوښتنه یې کوله چې خېبر پښتونخوا حکومت دې خپله ژمنه پوره کړي.

دوی وايي، د ضرب عضب عملېاتو تر پیلېدو وروسته حکومت ورسره ژمنه کړې وه چې هرې متاثره کورنۍ ته به میاشت کې شپږ زره روپۍ ورکوي خو قریبا شل میاشتې تېرېدو باوجود یې خپله وعده عملي نه کړه.

د شمالي وزېرستان د سېاسي اتحاد مشر ملک غلام خان مشال راډېو ته وویل چې د ۲۰۱۴ کال په جون میاشت کې د پاکستان تحرېک انصاف مشر عمران خان او د خېبر پښتونخوا وزيراعلا پروېز خټک د بنو دورې پرمهال د صوبایي حکومت لخوا هرې اغېزمنې کورنۍ ته میاشتنۍ شپږ زره روپیو ورکولو اعلان کړی و. دوی وايي، په لومړیو دوو میاشتو کې ورته مرستې ورسېدلې خو له هغه ورستو صوبایي حکومت خپله وعده پوره نکړه.

د نوموړي په وینا چې نن د زېارت په ورځ به په اسلام آباد کې د یاد ګوند له مشر عمران خان سره ويني او خپلې غوښتنې به يې ورته وړاندې کوي.

ېاده دې وي چې د ۲۰۱۴ م کال په ۱۵ م جون د پاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کې د وسله والو پر ضد ضرب عضب عملېات پیل کړل چې له وجې يې تر لسو لکو زیات خلک د خپلو سیمو پرېښودلو ته اړ کړل شول.

وفاقي حكومت د قبايلي سيمو په عارضي توګه بې كوره شويو خلکو بيا-ابادولو لپاره په روان مالي کال کې ديارلس (۱۳) اربه روپۍ جاري كړې دي. له دې سره سره هرې كورنۍ ته خپلو سېمو ته د تللو پروخت پنځه دېرش (۳۵) زره روپۍ نغدې هم ورکړل کېږي.

د دې ترڅنګه د قبایلي سیمو د بې کوره شوو خلکو بیا-ودانۍ او بیرته ستنېدو لپاره جاپان حکومت د روانې مېاشتې په دویمه نېټه یو کروړ شپېته لکه ډالره، نړیوال بینک د تیرکال اکتوبر میاشت کې اووه نیم کروړه ډالره او چین په جولای میاشت کې یو کروړ ډالره امداد اعلان کړی و.

XS
SM
MD
LG