د لاسرسي ځای

'له متنو تر تخته بېګه سړک به مو افغانستان ته نور نژدې کړي'


د خېبر پښتونخوا ګورنر د خېبر ایجنسۍ جمرود شاه کس کې له متنو تر تخته بېګه ۱۱۳۰ میلیونه روپۍ په لګښت د فرنټیېر تعمیراتي ادارې (اېف ډبلیو او) له لوري د یو کال په موده کې د جوړ شوي نژدې ۲۷ کلومیټره سړک پرانستنه وکړه. پر دې مهال اقبال ظفر جګړا وویل چې دغه ترڅنګ تېر سړک (بای پاس سړک) به د پيښور او خېبر ایجنسۍ خلکو ته په تګ راتګ کې ډېره اساني پیدا کړي، پرمختګ به راشي او د ټرافیک ستونځه به ورسره هواره شي. د نوموړي په خبره له دې لار سره به په ځانګړې توګه له افغانستان او مینځنۍ اسیا سره تګ راتګ او اړیکې لاپسې پیاوړې شي. او پر سوداګرۍ به هم یو ښه اثر پرېوځي.

XS
SM
MD
LG