د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست پولیسود نشه يي توکو څلور تنه کارباریان نیولي


د چارواکو په وینا نیول شویو کسانو په عمده او پرچون ډول نشه يي توکي خرڅول او پولیسو له دوی څخه یوه اندازه نشه يي توکي هم نیولي دي.

د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې د یاد ولایت په بیلابیلو سیمو کې يې د نشه يي توکو د کاروبار په تور څلور کسان نیولي دي.

د چارشنبې پر ورځ خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت مشال راډیو ته وویل، د پولیسو لخوا نیول شویو څلورو کسانو چې په عمده او پرچون ډول نشه يي توکي خرڅول او له څه مودې د دوی تر تعقیب لاندې ول، بالاخره د نشه يي توکو پر ضد ادارې د پولیسو په عملیاتو کې ونیول شول.

خوست امنیه قوماندان زیاتوي، چې یاد څلور کسان د باک، علیشیرو، د ښار د وچې خوړې او لکڼو په سیمو کې نیول شوي دي:

((څلور نفره هغه د مخدره موادو کاروباریان چې په خلکو به يې په عمده او پرچون ډول په مختلفو ساحو کې مخدره مواد پلورل، چې د هغې جملې نه یو کس په علیشیرو ولسوالۍ کې، بل کس په باک کې د پولیسو لخوا نیول شوي دي، چې د یوه نه يې شل کیلو چرس د بل نه اتلس، د بل نه څوارلس او بل کس چې الکولي مشروبات به يې پلورل شل بوتله الکولي مشروبات په لاس راغلي دي.))

د خوست امنیه قوماندان وړاندې وايي، چې پولیسو د نشه يي توکو د کاروباریانو پر ضد مبارزه چټکه کړې او خلکو ته ډاډ ورکوي، چې هېچا ته به هم د دې کاروبار اجازه ورنکړي:

((هغه کلکه مبارزه چې پولیسو د مخدره موادو پر ضد شروع کړې ده، تاسو ولیدل چې په وروسیو میاشتو کې د خوست پولیسو په ډېره اندازه مخدره مواد پولیسو لخوا نیول شوي دي، همداشان خلکو ته ډاډ ورکوم چې هېچا ته به د مخدره توکو د کاروبار، ترافیکو او کرکیلې اجازه ورنکړي.))

خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت له خلکو غوښتنه وکړه، چې د نشه يي توکو د کاروبار، قاچاقو او استعمال په مخنیوي کې له پولیسو سره مرسته وکړي.

د خوست د امنیتي چارواکو په وینا په وروستو میاشتو کې د یاد ولایت د کشفي او جنايي ادارو لخوا اته پنځوس کسان د نشه يي توکو د قاچاقو او کاروبار په تور نیول شوي او د تحقیقاتو لپاره عدلي او قضايي ادارو ته ورپېژندل شوي دي.

XS
SM
MD
LG