د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران ولسمشر پاکستان ته ځي


د ایران ولسمشر ډاکټر حسن روحاني
د ایران ولسمشر ډاکټر حسن روحاني

دا به د ایران ولسمشر ډاکټر حسن روحاني حکومت کې تر راتلو پس د پاکستان لومړۍ دوره وي.

د ایران ولسمشر ډاکټر حسن روحاني به د پاکستان وزیراعظم نواز شریف په بلنه د جمعې په ورځ اسلام اباد ته په دوه ورځنۍ دوره ځي.

د پاکستان بهرنیو چارو دفتر جاري شوې خبرپاڼه وايي، د ایران ولسمشر ډاکټر حسن روحاني به د پاکستان له وزیراعظم، ولسمشر او نورو جګپوړو چارواکو سره ویني.

د بهرنیوچارو خبرپاڼه زیاتوي چې د دواړو ملکونو مشران به د اړیکو ټینګولو، بندیزونو اوچتولوپس د اقتصادي رابطو پر نویو لارو او پر تازه سیمه ییزو او نړیوالو چارو خبرې کوي.

بلخوا د ایران سرکاري ایجنسې ارنا سره په مرکه کې د پاکستان د وزیراعظم نواز شریف د خارجه امور مشیر سرتاج عزیز ویلي دي چې د ایراني ولسمشر د دورې اصل مقصد اقتصادي تعلقاتو او په خاص توګه تجارتي او توانایې په برخو کې دوه اړخیزه پراختیا ته وده ورکول دي.

سرتاج عزیز په مرکه کې ویلي چې له ایرانه تر بندیزونو اوچتولو پس پاکستان له ایران سره د تجارت حجم پنځه اربه ډالرو پورې د رسولو عزم لري.

ده دا هم ویلي چې د ولسمشر ډاکټرحسن روحاني د دورې په موقع ایران او پاکستان ترمینځه توانایي، پانګونې (سرمایه کارۍ)، مواصلات، ریلوې، فضایي او سمندري، تعلیم، ثقافت، ساینس او ټیکنالوجۍ په څانګو کې د ځنډ ښکار شوې خپلمینځيو همکاریو پر معاهدو به له نوې سره خبرې اترې کوي او جاج به یې اخلي.

پاکستان کې د ایراني خبري ایجنسې ارنا خبریال م رضا مشال راډیو ته وویل چې دا دوره تر ډېره تجارتي ښکاري ځکه چې د ایران ولسمشر حسن روحاني د تجارت او د تېلو و پټرولیم له وزیرانو سره ځي.

د ده په وینا چې ټوله توجو به په تجارت وي.

''د پاکستان او ایران ترمینځه د ګېس نللیکه (پایپ لاین) پروژه به د ټولو مهمه معامله وي او ایران دا هم ویلي دي چې پاکستان ته بجلي هم سیوا کول غواړي او له دې علاوه نور هم مهم اقتصادي او تجارتي اړخونه شته. له پاکستان سره یو شمېر داسي شیان دې چې هغه ایران ته لیږل کېدای شي لکه وریځې، سپورټي څیزونه او د سرجري سامان.''

د پاکستان وزیراعظم نواز شریف په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۶ مو کلونو کې د ایران دوره کړې وه.

یاده دې وي چې د ایران له پخوانې ولسمشر محمد خاتمي له یو جګپوړي پلاوي سره په ۲۰۰۲ م کال د پاکستان په دوره تللی وو او د هغه وخت له پوځي ولسمشر پرویز مشرف سره یې لیدلي ول.

XS
SM
MD
LG