د لاسرسي ځای

بیلجیېم درې ورځنی ویر لمانځي


د بروسلز ښار په تاریخي څلورلاره کې خلک راټول شوي ول، شمعې یې بلې کړې وې او د قربانیانو په یاد یې د ګلونو ګیډۍ ایښودې. ۲۲مارچ ۲۰۱۶

د بروسلز ښار په تاریخي څلورلاره کې خلک راټول شوي ول، شمعې یې بلې کړې وې او د قربانیانو په یاد یې د ګلونو ګیډۍ ایښودې. ۲۲مارچ ۲۰۱۶

د بروکسل په هوایي ډګر او د دې ښار مېټرو په یوه تمځي کې په درېیو چاودنو کې لږ تر لږه ۳۴ کسان ووژل شول او تر ۲۰۰ زیات ټپیان دي.

بلجیېم په پلازمینه بروسلز کې د سېشنبې ورځ له بمي چاودنو د مړو ژوبلو په یاد کې په ټول هېواد کې درې ورځنی ویر لمانځي.

بېګا شپه د بروسلز ښار په تاریخي څلورلاره کې خلک راټول شوي ول، شمعې یې بلې کړې وې او د قربانیانو په یاد یې د ګلونو ګیډۍ ایښودې.

نن غرمه به یوه دقیقه چوپتیا نیول کېږي.

بلجیم د ترهګرۍ خطر لوړې درجې ته پورته کړې او نور اضافي ځواکونه یې ګمارلي دي.

د اسلامي دولت ډلې د دغو بریدونو مسولیت په غاړه اخیستی.

پولیس د هغه یو مشکوک کس لټون کوي چې پټو کېمرو یې تصویرونه خپاره کړي ول.

له هغه سره دوه تنه چې ګومان کیږي خپلځانونه به یې په هوايي ډګر کې الوځولي وي، په دغو تصویرونو کې ښکاره کیږي.

پولیس د هغه یو مشکوک کس لټون کوي چې پټو کېمرو یې تصویرونه خپاره کړي ول.له هغه سره دوه تنه چې ګومان کیږي خپلځانونه به یې په هوايي ډګر کې الوځولي وي.

پولیس د هغه یو مشکوک کس لټون کوي چې پټو کېمرو یې تصویرونه خپاره کړي ول.له هغه سره دوه تنه چې ګومان کیږي خپلځانونه به یې په هوايي ډګر کې الوځولي وي.

دغه بریدونه له هغه څلور ورځې وروسته کېږي چې د پاریس حملو یو ژوندی اصلي تورن صلاح عبدالسلام په بروسلز کې ونیول شو. ټاکل شوې چې هغه به نن چارشنبه یوه عدالته ته وړاندې کړل شي.

په برسلز کې

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د بروسلز بریدونه پر ټوله اروپا بریدونه وبلل او غوښتنه یې وکړه چې دا وچه باید د سنجیده ګواښونو پروړاندې کوټلي ګامونه واخلي.

د جرمني وزیر اعظمې انګېلا مېرکېل وویل، دغه "کړغېړن بریدونه" باید د "ترهګرۍ پر وړاندې پرېکنده هوډ وویني. "

د اروپايي شورا مشر ډونالډ ټسک د مارچ په ۲۲مه نېټه وویل، "دغه بریدونه د کرکې او تاوتریخوالي په ترڅ کې د ترهګرو یو بل لوېدلی عمل دی. "

د سویډن لومړي وزیر سټیفن لوفوېن وویل، دا د ډموکراټیکې اروپا پر وړاندې برید دی. "موږ پر خپلو ازادو ټولنو د ترهګرو بریدونه نشو منلائ. "

د کرېملین ویاند دمیتري پېسکوو ویلي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دغه بریدونه په کله غندلي او دایې " وحشي جنایت" بللی دی.

په عین حال کې د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي دي، د لویدېځ دومخی سیاست د ترهګرو بریدونو لامل ګرځېدلی دی.

د سویډن صدراعظم سټیفان لوفین دغه حملې پر ډموکراتیکې اروپا حملې یادې کړې او ویې ویل چې اروپا به په خپلو ټولنو کې تروریستي حملې هېڅکله هم ونه مني.

د کریملن ویاند دمیتري پیسکوف وویل، د روسیې ولسمشر ولادي میرپوتین په سختو ټکو دغه وحشیانه جنایت وغانده.

XS
SM
MD
LG