د لاسرسي ځای

تازه خبر

“هغه ځوان چې له وطن سره مینه لري، زده کړې دې وکړي”


د خوست د پوهنې ریاست چارواکي وايي، چې په یاد ولایت کې به سږ کال ۵۴ زره تنه ماشومان او تنکي ځلمیان ښوونځیو او دوه زره ځوانان هم د نیمه لوړو او مسلکي زده کړو مرکزونو ته جذب شي.

افغان چارواکي په یو شمېر ناامنو سیمو کې د مسلکي ښوونکو نشتون د پوهنې د مهمو ستونزو څخه یادوي او زیاتوي، چې دې کار په ټوله کې د پوهنې کیفیت ته زیان اړولی دی.

د سېشنبې پر ورځ د افغانستان د ګڼو ولایتونو په شان خوست کې هم نوی ښوونیز کال پیل شو، پدې اړه جوړه شوې غونډه کې د خوست د پوهنې رييس بخت نور بختیار مشال راډیو ته وویل، چې سږ کال یاده اداره ښوونځیو او نیمه لوړو زده کړو موسسو ته د خواوشا ۵۶ زره ماشومانو، تنکیو زلیمانو او ځوانانو د جذب پلان لري.

ده په ځنو ناامنو سیمو کې د مسلکي ښوونکو نشتون د پوهنې د کیفیت د ټیټوالي یو مهم لامل وباله او د پوهنې وزارت له چارواکو يې وغوښتل چې د ښوونیز بهیر د اغېزمنتوب لپاره دې د ښوونکو د تشکیل د ډېرولو او دوی ته پر وخت د بودجې د انتقال په برخه کې همکاري وکړي.

د خوست د پوهنې رييس زیاته کړه:

((سږ کال به ۳۶ نفره اولو ټولګیو کې، دوه زره نفره په نیمه لوړو زده کړو او مسلکي لیسو کې او ۱۸ زره نفره به د سواد زده کړې په پروګرام کې جذبیږي، خو دا چې کیفیت خراب دی لامل دادی چې له یوې خوا نا امني موجوده ده او زموږ د نظارت ټیمونه لیرې پرتو ولسوالیو او ښوونځیو نشي تللی او دویم په لیرې پرتو ولسوالیو کې مسلکي ښوونکي خو پریږده، چې دوولسم پاس ښوونکي هم نشو پیدا کولای.))

د خوست د دوو خصوصي لیسو زده کوونکي ټولو ماشومانو او ځوانانو ته پیغام ورکوي، چې د نوي ښوونیز کال لپاره دې د زده کړو په خاطر مهالوېش ترتیب کړي او که غواړي چې په ښه توګه د خپلو مشرانو ځای ونیسي نو په زده کړو کې دې هڅې وکړي:

((نوم مې احمدالله دی، شاګرادان باید په اول ګام کې خپل درسي لوازم پیدا کړي، د ځان لپاره د زده کړو مهالوېش چمتو کړي، تر څو په راتلونکو کې ازموینو کې له ستونزو سره مخامخ نشي او دې لپاره باید ښې مطالعې وکړي.

۲-نوم مې عزت الله دی هر ځوان چې وطن سره مینه لري او غواړي په راتلونکې کې د مشرانو ځای ونیسي، دوی باید ډېر کوښښ وکړي، دوی باید دا ونه وايي چې موږ سکول ته ځو بلکې دادی ووايي چې موږ د افغانستان د جوړیدو لپاره تعلیم کوو.))

د خوست یو تن ښوونکی له نورو ښوونکو د ښه تدریس او له زده کوونکو د ښو زده کړو هیله کوي:

((نوم مې منور همت دی، په نوي ښوونیز کال کې مو ټولو ښوونکو او زده کوونکو ته دا پیغام دی، چې ښوونځیو کې ښه تدریس ورکړي او همداشان مو زده کوونکو نه غوښتنه داده چې دوی له خپلو ښوونکو نه ډېر څه زده کړي، تر څو د دې دردیدلي او کړیدلي ملت لپاره د خدمت مصدر وګرځي.))

بلخوا د نوي ښوونیز کال په مناسبت د افغانستان د پوهنې وزیر ډاکټر اسدالله حنیف بلخيپه خپل خپور شوي پیغام کې ویلي، چې یاد وزارت د ۱۳۹۵ ښوونیز کال د «سالمه، متوازنه او هڅانده پوهنه» په شعار پیلوي، چې دې موخې ته رسېدل نه یوازې د پوهنې وزارت د رهبرۍ او کارکوونکو په هڅو پورې تړاو لري، بلکې د هېواد د ټولو خلکو هر اړخیزو مرستو او همکارۍ ته هم جدي اړتیا لري.

د پوهنې وزیر په پیغام کې هم د ناامنیو له کبله ستونزو ته اشاره شوې او له دیني عالمانو، قومي مشرانو او د زده کوونکو له کورنیو غوښتنه شوې، چې د ښوونکو او زده کوونکو د مال، ځان او د پوهنې د حریم په ساتنه کې دې هلې ځلې وکړي.

XS
SM
MD
LG