د لاسرسي ځای

برسلز کې ترهګرو بریدونو ګڼه مرګژوبله اړولې


د چارواکو له خولې ویل کېږي چې په هوايي ډګر کې له چاودنې ۱۳ تنه ووژل شول او ۳۵ نور ژوبل دي. چارواکي وايي، لومړۍ چاودنه ښايي د ځانمرګۍ بم بریدکوونکي وه.

له بېجیېمه راپورونه وايي، تر ۲۰ زیات کسان وژل شوي چې لومړي وزیر چارلس میخېل په هوايي ډګر او ځمکلاندې اورګاډي (مېټرو) کې دوه "ړانده، پارېدلي، او بې زړه" بریدونه وبلل.

لومړی د مارچ په ۲۲مه نېټه سهار مهال دوو چادونو د برسلز څافېنتم هوايي ډګر د سورلیو تلو تالار ولړځاوه او ورپسې د اروپايي ټولنې ادارو (انسټیټوټونو) ته جوخت په مالبیک مېټرو تمځي کې چاودنه وشوه.

د چارواکو له خولې ویل کېږي چې په هوايي ډګر کې له چاودنې ۱۳ تنه ووژل شول او ۳۵ نور ژوبل دي. چارواکي وايي، لومړۍ چاودنه ښايي د ځانمرګۍ بم بریدکوونکي وه.

بېلجا خبري اژانس ويلي دي تر چاودنو مخکې ډزې وشوې او په عربي کې چیغې وهل کېدلې. هوايي ډګره تر دوو چاودنو وروسته تړل شوی دی.

څینې راپورونه وايي، په ځمکلاندې اورګاډي کې له چادونو ۱۰ تنه وژل شوي دي.

په برسلز کې د مشال راډيو خبریال ریکارد یوزوایک د مېټرو بمي چاودنې له ځای سره جوخت پر سکایپ په خبرو کې وویل، چادونه دومره زوروه وه چې لوګي یې د مېټرو تر بل تمځي ورسېدل. دی وايي، امبولانسونه مړه ژوبل کسان روغتون ته رسوي او اوروژونکي هم سیمې ته ورروان دي. بره په هسک کې هېليکاپټرې تر سترګو کېږي.

د پېښې یو عیني شاهد مشال راډیو ته ویل، په برسلز کې هوايي ډګر او د عام ولس لپاره ټرانسپورټ بند کړل شوې دي.

ياده دي وي چې تر دې څلور ورځې مخکې په پارس کې د نومبر مياشتې د هغې حملې يو مشکوک تن صلاح عبدالسلام په برسلز کې نيول شوی وو چې يو سل او دېرش کسان پکې وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG