د لاسرسي ځای

د ننګرهار چارواکي وايي چې د کوټ ولسوالۍ اړوند خوړګي سيمه کې يې د هوايي بريدونو په تر سره کولو سره په يوه سراچه ډوله موټر کې ناست اته تنه د دولت وسله وال مخالفين وژلي او موټر يې په بشپړ ډول تخريب شوی دی.

د ننګرهار امینه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقيوال د سیشنبې په ورځ مشال راډيو ته وويل چې دغه بريد د دوشنبې په ورځ ماسپښين دوه نیمې بجې تر سره شوی چې ولسي وګړو ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.


د یادې بريد په اړه د دولت وسله والو مخالفينو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG