د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوباما کیوبا ته خپل سفر تاریخي وباله


د څو لسېزو سړې جګړې وروسته د امريکا او کيوبا ترمنځ اړيکو کې د ښه والي په ترڅ کې د دوشنبې په ورځ امریکايي ولسمشر بارک اوباما دغه هېواد ته د خپل تاریخي سفر لومړۍ ورځ د دواړو ملکونو د تعلقاتو لپاره نوې ورځ وباله.

د دوشنبې په ورځ د کیوبا له ولسمشر راول کاسټرو سره له خبرو وروسته، ولسمشر بارک اوباما وویل، سره له دې چې دواړه هېوادونه خپلو کې اقتصادي او کلتوري اړیکې پیاوړي کوي خو واشینګټن به د کیوبا پر کمونیسټ حکومت د بشري حقونو او سیاسي ازادیو په برخو کې فشار ته دوام ورکړي .

ولسمشر بارک اوباما زياته کړه چې د سختو پنځو لسيزو زياتې مودې وروسته به د دواړو حکومتونو ترمنځ اړيکې شپه په شپه بدلې نه شي.

هغه همداراز وويل چې امريکا به د جمهوريت، نړيوالو انساني حقونو او مذهبي ازاديوو په استازيتوب خپل غږ پورته کول جاري ساتي.

د هغه په خبره دې کې د کيوبا د خلکو له خوا د خپلې راتلونکې د ټاکلو حق هم شامل دی.ولسمشر بارک اوباما په تیرو ۸۸ کلونو کې لومړی امریکايي ولسمشر دی چې کیوبا ته سفر کوي.

دا په ۱۹۵۹ کال کې په کیوبا کې د اوسني ولسمشر د ورور،آمر فیډل کاسټرو،واک ته رسیدو راوروسته د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د ښه کیدو خواته مهم ګام ګڼل کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG