د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر په هلمند کې د افغان ځواکونو عملیات وستایل


افغان ولسمشر محمد اشرف غني په هلمند کې د افغان امنیتي ځواکونو د هغو ځانګړو عملیاتو ستاینه کړي چې په ترڅ کې یې شپاړس تنه بندیان د طالبانو له زندانه خوشې شول.

د ولمسمشر له دفتره پرونۍ خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي چې د دا ډول عملیاتو ترسره کول د افغان امنیتي ځواکونو د زیاتیدونکي ځواک څرګندونه کوي.

افغان چارواکي وايي چې د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې یې د ژغورنې دا هوايي او زمکني عملیات د ملي پوځ د ځانګړي يونټ پر مټ تر سره کړل چې امنيتي ځواکونو او ولسي وګړو ته پکې زيان نه دی اوښتی.

په دې اړه نور تفصيل نه دی ورکړل شوی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG