د لاسرسي ځای

تازه خبر

ممنون حسین: ترهګر به بیا منظمکېدو ته نه پرېږدو


د پاکستان ولسمشر ممنون حسين د دوشنبې په ورځ جنوبي وزيرستان ته تللی وو.

د ولسمشر له دفتره خپره شوې پرونۍ خبرپاڼه کې راغل چې هغه هلته موجودو پوځيان سره ملاقات وکړ او وي ويل چې ترهګر به بيا منظم کېدو ته نه پريښودل کېږي.

نوموړي زياته کړې چې د جګړو او پوځي عملياتو له وجې بې کوره شوي خلک يې خپلو سيمو ته ستانه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې لا هم د قبايلي سيمو په لکونو بې کوره شوي خلک د خېبر بښتونخوا په بېلابېلو ځايونو او د ډيورنډ کرښې آغاړه خوست او پکتيکا کې د بې کورۍ ژوند کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG