د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبايلي سيمو له باران ځپلو خلکو سره دې مالي مرسته وشي


قبایلي چارواکي وايي، په دې وروستيوو کې بارانونو په قبايلي سيمو کې ۳۸ کسان وژلي دي.

د قبايلي سيمو د قدرتي آفتونو د نظم ادارې مشر فیاض علي شاه د سېشنبې په ورځ مشال راډیو ته وويل د قبايلو هغو خلکو ته به کورونه یې ويجاړ شوي دي، پيسې ورکوي.

په همدې حال کې له قبايلي سيمو د جګړو او پوځي عملياتو له وجې بې کوره شوو چې د خېبر پښتونخوا بېلابېلو سيمو کې په کېمپونو کې ژوند کوي، هم د ورته مرستو غوښتنه کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG