د لاسرسي ځای

د برسلز هوايي ډګر او مېټرو کې چاودنو ۲۰ تنه وژلي، ۳۵ ژوبل


د برسلز څافېنتم هوايي ډګر

د برسلز څافېنتم هوايي ډګر

د هوايي ډګر ترڅنګ په برسلز کې اورګاډي هم تړل شوي دي. تر اوسه د چاودنې وجه نه ده معلومه شوي.

د برسلز څافېنتم (زاوېنتم) هوايي ډګر تر دوو چاودنو وروسته تړل شوی دی. د بيلجيېم پوليس وايي، له چاودنو ۱۳ کسان وژلي او ګڼ نور ژوبل دي. چاودنې د تلونکیو سورلو تالار (Departure Hall) کې شوي دي.

بېلجا خبري اژانس ويلي چې تر چاودنو مخکې د ډزو اوازونه او په عربي کې نعرې اورېدل شوي دي.

RTBFخبري ويب سايټ خپاره کړیو تصويرونو تر مخه د ټرمېنل له تعميره لوګی خوت او شيشې ماتې شوي وي.

ياده دي وي چېتر دې څلور ورځې مخکې په پارس کې د نومبر مياشتې د هغې حملې يو مشکوک تن صلاح عبدالسلام په برسلز کې نيول شوی وو چې يو سل او دېرش کسان پکې وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG