د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د بزګر ورځ ونمانځل شوه


په دغو مراسمو کې د کرنې ریاست اړوند زراعتي وسایل او توليداتي توکي د يوه نندارتون په توګه وښودل شول.

په جلال اباد کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د بزګر ورځ د دوشنبې په ورځ ونمانځل شوه چې پر دولتي چارواکو سربيره په کې ګڼ شمېر ننګرهار مېشتو بزګرانو ګډون کړی و.

د ننګرهار والي سليم خان کندوزي په خپلو خبرو کې وویل، دوی په يوه داسې میکانيزم کار کوي چې له مخې به يې ټول بزګران په خپلو کرنيزو توکو خودکفا شي.

(( زموږ او ستاسو د نفوذ اتیا فیصده له زراعت سره سروکار لري، خو بیا هم په خپلو پښو نه يو ولاړ، ډیر شي زراعتي توکي واردات لرو. په اينده کې داسې پروګرامونه لرو چې زموږ دهقانان به وکولای شي چې خودکفاشي، له احتیاج نه ځان خلاص کړو او د خپل وطن تولیدات ولرو او زموږ ولس د خپل وطن د تولیداتو نه استفاده وکړي.))

دا چې بزګران له کومو تدابيرو کار واخلي چې له لږې ځمکې څخه ډېر حاصلات واخلي، په دې اړه د ننګرهار د کرنې رياست د تحقیقاتي څانګې يو تن مسوول انجينر سید اصف مشال راډيو سره په خبرو کې وویل:

(( دهقانانو ته زما توصیه دا ده چې يوه یوه جريب کې ځمکه باندې د شپږ او پينځه منو تخم پر ځای شل کيلو تخم وکري، غنم هم په يوه کتار کې وکرئ او جوار هم په يوه کتار کې وکرئ، د غنمو تر منځ پينځه ويشت سانتي فاصله ورکړئ او د جوارو تر منځ اویا سانتې فاصله په کار ده. او د دوه بوټو تر منځ هم پينځه ويشت سانتي فاصله په کار ده.))

د بهسودو ولسوالې اړوند د دهقاني کوپراتيف مشر زمري احمدزي په خپلو خبرو کې له حکومت نه وغوښتل چې د سبزيجاتو د ساتلو لپاره دې بزګرانو ته سړې خونې جوړې کړی شي.

(( موږ دهقانانو ته باید اصلاح شوي تخمونه راکړل شي، د کوپراتيفونو سستم هم ميکانيزه کړی شي، اوس موږ دهقانان چې د سبزي په کرلو کوم مصرف کوي، بېرته يې نه شي تر لاسه کولای. هماغه سبزي د ګاونډي هيواد نه دوه میاشتې وروسته راځي او په موږ باندې په ډېر لوړ قیمت خرڅېږي، وجه يې دا ده چې موږ دلته سړې خونې نه لرو چې خپله سبزي په کې وساتو.))

د دوی د غوښتنو په وړاندې د ننګرهار والي سليم خان کندوزي وويل چې ډير ژر به جلال اباد ښار کې د يوې لوې سړې خونې کارونه بشپړ شي او د کروندګرو په واک کې به ورکړل شي.

(( یو تعداد سړې خونې له مخکې نه جوړې شوې دي او يوه سړه خونه چې د پينځه زره ټنه ظرفيت لري، کوشش به وکړو چې پر وخت باندې يې ګټې اخيستنې ته وسپارو. د ډې ترڅنګ به شنې خونې چې له وخت نه مخکې تازه سبزي توليدوي، لکله څنګه چې په کامې او بهسودو ولسواليو کې جوړې شوي، په نورو ولسواليو کې به هم دا برنامې ولرو.))

د ننګرهار والي زیاته کړه چې په تېر کال کې د يوې سروي له مخې په یو ۱۸۵۰۰۰۰ جریبه ځمکه باندې کوکنار کرل شوي خو سږکال يې د بزګرانو سره په تفاهم د کوکنار د کر کچه تر ډيره راکمه کړې ده.

XS
SM
MD
LG