د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان سولې بهیر په اړه خوشبیني ښودل پکار ده. اوچقون


د افغان سولې شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون
د افغان سولې شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون

د سولې شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون وايي، یو شمېر افغان چارواکي باید د سولې په اړه د خلکو تر منځ د بدبینۍ پر ځای خوشبیني پيدا کړي.

ځینې لوړپوړي افغان چارواکي د سولې بهیرپه اړه متضادې څرګندونې کوي خو د سولې عالي شورا په دې اړه په یک یو نظر او دریځ ټینګار کوي.

د دې شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون د دوشنبې په ورځ آزادي راډيو ته وویل چې یو شمېر افغان چارواکي باید د سولې په اړه د خلکو تر منځ د بدبینۍ پر ځای خوشبیني پيدا کړي.

د ښاغلي اوچقون په خبره د سولې په اړه متضادې خبرې به دا بهیر زیانمن کړي.

( ځینې افغان چارواکي د سولې خبرو، نه کامیابېدو څرګندونې کوي. موږ هیله من یو چې له داسې څرګندونو ډډه وشي ځکه چې موږ په ډېرو حساسو شرایطو کې یو. له سیاسي خبرو پرته جګړه او تاوتریخوالی نه ختمېږي. له دولتي چارواکو زموږ یواځینۍ غوښتنه دا ده چې نرمښت پیدا کړي، خلکو ته دې روحیه ورکړي. د دې اړتیا ده چې دولتي چارواکي له سولې شورا سره په همغږۍ کې د خبرو له لارې همکاري ولري. )

ښاغلی اوچقون وايي چې په وروستیو څو کلونو کې همدغو ضد او نقیض خبرو په افغانستان او سیمه کې د لانجو او ستونزو لمن نوره هم پراخه کړه.

په دې وروستیو کې د ښې حکومتوالۍ او اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمد ضیا مسعود ویلي ول چې طالبان په سولې باور نه لري او غواړي چې د خلکو وژنې ته دوام ورکړي.

ښاغلي مسعود د یکشنبې په ورځ په پنجشیر کې د نوروز په مراسمو کې وویل چې وسله وال مخالفین باید کمزوري شي او همداراز د افغان ځواکونو دفاعي حالت پياوړي کولو تر څنګ باید د مجاهدینو شورا هم جوړه شي.

اخوا د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله په بلخ کې د نوروز په مراسمو کې وویل چې د سولې ملاتړ کوي او باید خبرې مخته ولاړې شي.

ولسمشر محمد اشرف غني هم څو واره د سولې په خبرو او له دې بهیر سره د وسله والو طالبانو پر یو ځای کېدو ټینګار کړی دی.

د افغانستان ولسي جرګه ټینګار کوي چې د سولې په اړه باید حکومتي چارواکي یک یو نظر ولري.

د دې جرګې یوه غړي نذیر احمدزي له آزادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې افغان چارواکي باید ملي ګټو ته په پام له غیرمسوولانه څرګندونو ډډه وکړي.

(افغان ولس سوله غواړي. موږ د جنګ غوښتونکي نه یو. موږ له خپلو هغو مشرانو چې په فعلي نظام کې فعالیت لري هیله کوم چې باید د سولې په برخه کې دغه ډول ورونه و نه تړي. دوی باید د افغانستان ملي ګټو ته وګوري. تر شخصي ګټو، ملي ګټې مهمې وګڼي.)

اخوا یو شمېر افغان کارپوهان دا خبره هم کوي چې په نظام کې دننه ځینې چارواکي د سولې پروسې د پرمختګ مخالفه دي.

د سیاسي چارو یو کارپوه محمد یوسف امین ځاځی وايي، ځینې چارواکي غواړي چې په افغانستان کې سیاسي قدرت په خپله قبضه کې ولري. دی زیاتوي د سولې په اړه متضادې څرګندونې اوسني وضعیت ته په کتو زیان رسولی شي. د نوموړي په خبره حکومتي چارواکي باید د سیاسي تبلیغاتو پر ځای له سولې شورا سره همکاري وکړي.

صفي الله ستانکزی آزادي راډيو کابل

XS
SM
MD
LG