د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې تازه بارانونو او واورو ۸۰ تنه وژلي


قدرتي افتونو منظمولو ملي اداره وايي، پرله پسې بارانونو د خېبرپښتونخوا په ګډون د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې ٢٥٨ کورونو ته هم زیان اړولی دی.

د خېبر پښتونخوا پورتنيو سيمو په ګډون د پاکستان په بېلابېلو برخو کې له تېرو څو ورځو راهيسې پرله پسې بارانونو ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

قدرتي افتونو منظمولو ملي اداره(N.D.M.A) وايي، د روانې میاشتې له نهمې نېټې راهيسې په ملک کې د بارانونو لړۍ پیل شوې چې په یو شمېر سیمو کې یې ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

دغې ادارې د يکشنبې په ورځ ناوخته په خپل تازه خپور کړي راپور کې ويلي، د بارانونو لړۍ چې څو ورځې وړاندې پیل شوې وه لا هم نه ده تمېدلې چې د وروستیو شمېرو ترمخه تر اوسه یې ٨٠ کسان وژلي او نزدې یو سل نور یې ژوبل کړي دي.

د نوموړي ادارې معلومات ښيي، بارانونو تر اوسه په قبایلي سیمو کې ۲۹، په بلوچستان کې ۱۹، د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې ۱٢ او په خېبر پښتونخوا او پنجاب صوبې کې لس ــ لس کسان وژلي دي.

دغې ادارې په خپل خپور کړي راپور کې ويلي چې پرله پسې بارانونو د خېبرپښتونخوا په ګډون د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې ٢٥٨ کورونو ته هم زیان اړولی دی.

له بلې خوا د رسنيو راپورونه وايي، د پرله پسې واورو له کبله په چترال کې د واورو ګټان ښوېدلي چې نژدې اته کسان يې لاندې کړي دي. تر دې دمه د دوو کسانو مړي راوېستل شوي او د نورو لټون روان دى.

په عين حال کې اسلام اباد ته نېږدې د مري تفريحي ښارګوټي په بېلابېلو برخو کې د بارانونو له امله د ځمکښوېدنې راپورونه هم ورکړل شوي چې له امله يې ځايي خلک او سيلانيان له ستونزو سره مخامخ شوي دي.

په پاکستان کې هرکال موسمي بارانونه او توپانونه کېږي چې له امله يې د دې هېواد په بېلابېلو سيمو، په ځانګړې توګه په خېبرپښتونخوا صوبه کې ځاني او مالي زیانونه پېښوي.

د يادونې وړ ده چې پروسږ کال همدغو موسمي بارانونو په پاکستان کې لږترلږه ۸۱ تنه وژلي ول او تر درې لکه نور یې بې کوره او زیانمن کړي ول.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG