د لاسرسي ځای

افغانستان لوبه بایلله خو زړونه یې وګټل


د لوبې انځور

د لوبې انځور

افغانستان د جنوبي افریقا پر وړاندې لوبه بایلله خو زړونه یې وګټل. افغانستان ته د بریا لپاره ۲۱۰ منډې کول وو او دوی په شلو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په تاوان ۱۷۲ منډې وکړې. د افغانستان له غاړې محمد شهزاد په ۱۹ توپونو ۴۴ منډې جوړې کړې.

محمد شهزاد نن تېزه لوبه وکړه

محمد شهزاد نن تېزه لوبه وکړه

د افغانستان د لوبو پیل د شهزاد په تېزو منډو وشو او هغه مهال داسې ښکارېده چې که شهزاد او یو څو نور لوبغاړي په ډګر پاتې شي او تېزه لوبه وکړي نو ښايي د جنوبي افریقا لخوا ورکړل شوی لوی هدف به پوره کړي. خو د شهزاد تر سوځېدو وروسته لوبه هغسې تېزه پاتې نشوه. د افغانستان له غاړې ګلبدین نایب ۲۶، سمیع الله شینواري او نورعلي ځدراڼ ۲۵، ۲۵ منډې جوړې کړې.

د افغانستان له غاړې اصغر ستانکزی، نجیب ځدراڼ او محمد نبي په بیټنګ کې هغسې ونه ځلېدل لکه چې تمه ترې کېده.

د جنوبي افریقا موریس د افغانستان څلور لوبغاړي وسوځول. د افغانستان له غاړې محمد نبي، امیر حمزه، دولت ځدراڼ، شاپور ځدراڼ یوه یوه ویکټه واخیسته.

په داسې توګه جنوبي افریقا د افغانستان نه دغه لوبه په ۳۷ و منډو وګټله. دا لوبه په Wankhede Stadium, Mumbai کې ترسره شوه.

دلوبو څارونکي وايي افغانستان تر اټکله زیات ښه لوبه وکړه او د جنوبي افریقا پر وړاندې یې هله په اسانه ماتې قبوله نه کړه.

XS
SM
MD
LG