د لاسرسي ځای

د ازادې اروپا راديو د مشر ايډيټر پېغام


د ازادې اروپا راديو مشر ايډيټر، نېناد پېجيک

د ازادې اروپا راديو مشر ايډيټر، نېناد پېجيک

د مارچ په اتلسم تاريخ د جمعې په ورځ، دوو کسانو چې ځان يې د روسي اين، ټي، وي چينل خبريالان معرفي کول د ازادې اروپا ريډيو د مسکو دفتر مشرې کورته ورغلي وو. دوی له نوموړې څخه د هغو معلوماتو پر بنسټ معلومات غوښتل چې د دوی په خبره ازادې اروپا ريډيو د روسي څانګې د پخوانيوو همکارانو يې اخيستي وو.

يادو دوو کسانو کې يو تن چې کيمره ورسره وه له هغې څخه په تکراري ډول د هغو ملکيتونو په اړه پوښتنې کولې چې په وينا يې نوموړې يې په مسکو او خوا او شا کې لري. دوی پر هغې تور ولګاوه چې د ازادې اروپا ريډيو پيسې د شخصي مقصد لپاره استعمال کړي دي.

د ازادې اروپا ريډيو مشر ايډيټر نيناد پيجيک دا پېښه د فشار اچولو يو بدرنګه مثال وباله او وي ويل: ((داسې ښکاري چې روسي چارواکي زموږ خلاف زموږ د ژورناليزم او بريا له کبله کیس تياروي.))

اين، ټي، وي د ګازپرام ميډيا ملکيت دی چې په روس کې د خپلواکو خبريالانو، اپوزیشن ژورناليستانو او مدني ټولنې فعالانو د بدنامولو د کمپاين لپاره مشهوره دی.

دا پېښه تر هغې وروسته رامخې ته شوې چې تېره اونۍ د کريملين لپاره پروپيګنډه کوونکی ديمتري کيزيلوف په خپل تلویزيوني رپورټ کې د ازادې اروپا ريډيو خبريالان د جاسوسانو په توګه ياد کړل چې د روس خلاف سازشونه جوړوي. نوموړې د ټيليويژن په دغه پروګرام کې اعلان وکړ چې د امريکې د نړيوالو نشراتو په اړه يوه ډاکومينټري هم راروانه ده.

د ازادې اروپا ريډيو د روسي ژبې څانګه په سيمه کې د راديو سوابودا په نامه پيژندل کيږي او د مسکو له بيورو او پراګ کې له مرکزي دفتر څخه خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG