د لاسرسي ځای

اشرف غني: افغان سرتیري پیاوړي دي


افغان ولسمشر اشرف غني

افغان ولسمشر اشرف غني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، امنیتي ځواکونه به په روانه جګړه کې بریالي کېږي او سوله به ضرور راځي.

نوموړي د نو روز په مناسبت جوړې شوې غونډي ته د وینا پر مهال وویل چې موجوده حکومت تیرکال په زیاتو برخو کې ستونزې لرلې خو افغان ولس به په نوي لمریز کال کې د پام وړ پرمختګونه وویني. نوموړي زیاته کړه:

« د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته داسې تبصرې کېدې چې افغان ځواکونه د هیواد د امنیت د ساتلو توان نه لري، خو د خدای په فضل، د امنیتي ځواکونو په لوړ همت او د ولس په مرسته مو دښمن ته د افغانستان د تخریب او تجزیې اجازه ورنکړه. »

په لوګر کې یو افغان سرتېری

په لوګر کې یو افغان سرتېری

ښاغلي غني دا هم وویل چې په لویدیځ کې له ایران او په جنوب کې به له پاکستان سره د اورګاډۍ پټلۍ غځول کېږي.

افغان ولسمشر په داسې حال کې دغه څرګندونې کړې چې په دې وروستیو کې د افغانستان په بیلا بېلو ولایتونو کې افغان سرتیري د وسلوالو ډلو سره پر جګړه بوخت دي او په یوشمېر ښارونو کې د وسلوالو بریدونه زیات شوي دي.

XS
SM
MD
LG